ژبه

کانټیننټال جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له ټایلنډ سره لوبه کوي

سهراب سروری

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۰

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۱۱ زمری  ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن (یکشنبه) له ټایلنډ سره مخ کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن ماښام ۶ بجې د ټایلنډ په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې، د کانټیننټال جام سیالۍ د افغانستان، ویټنام، نیوزیلنډ، روسیې او ټایلنډ ملي لوبډلو په ګډون د اګسټ له لومړۍ تر شپږمې نېټې پورې ترسره کېږي.

د یادونې ده، دا سیالي د سربیايي روزونکي دی‌جان دی‌جوویک تر مشرۍ لاندې د افغانستان د ملي لوبډلې لومړنۍ رسمي لوبه بلل کېږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دغو سیالیو کې خپل لومړی ګول‌ساتونکی محمدجواد صفري له ځان سره نه لري. علي‌احمد محسني او احمد اسماعیلي به د کانټیننټال جام سیالیو کې د ملي لوبډلې د دروازې د ساتنې دنده پر غاړه ولري.