ژبه

د فوټبال نړۍوال جام؛ انګلیستان، کولمبیا او ګانا لوبې وګټلې، پرتګال او کانګو مساوي کړې

هجرت‌الله کاکړ

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۲

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۸غبرګولی ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې انګیلستان، کولمبیا او ګانا لوبې وګټلې، دغه‌راز پرتګال او کانګو لوبه مساوي کړه.

د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب روانې دي.

د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام تېره شپه د پرتګال او کانګو، انګلیستان او کرواسی، اوزبېکستان او کولمبیا، ګانا او پاناما ترمنځ لوبې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې یوه لوبه د پرتګال او کانګو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې یو یو مساوي پای ته ورسېده.

په یاده لوبه کې د پرتګال لپاره یوازېنی ګول جواو نوس وواهه او د کانګو لپاره بیا یوان ویسا ګول ترلاسه کړ.

نړۍوال جام کې انګلیستان بیا کرواسی ته ۴ پر ۲ ماته ورکړه.

په یاده لوبه کې د انګلیستان په ګټه هري کین دوه، جوډ بېلینګهم او مارکوس راشفورډ یو یو ګولونه ووهل.

همدارنګه په دې لوبه کې مارتین باتورینا او پیتار موسا د کرواسی لپاره یو یو ګول وواهه.

دغه‌راز په نړۍوال جام کې بیا بله لوبه د اوزبېکستان او کولمبیا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ۳ پر ۱ کولمبیا وګټله.

په یاده لوبه کې ډانیل مونوز او لوئیس دیاز د کولمبیا په ګټه ګولونه ووهل.

یاده سیالۍ کې بیا د اوزبېکستان لپاره یوازېنې ګول عباس بیک فیض‌الله اوف وکړ.

په یادو سیالیو کې بله لوبه د ګانا او پاناما لوبډلو ترمنځ وه چې یو پر صفر ګانا وګټله.

د ګانا لوبډلې په ګټه یوازېنې ګول محمد کودوس وواهه.