کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مدیر نصیر صداقت، وایی چې ديجان ديجوویک د سربیا هېواد اوسېدونکی دی او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.
نصیر صداقت په هغه ویډیو کې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر فېسبوکپاڼه خپره شوې، ویلي چې د فوټسال ملي لوبډلې نوی روزونکی او د دې لوبډلې د تخنیکي کادر نوي غړي پرون (جمعه) کابل ته راورسېدل.
هغه زیاته کړه چې جواد اصغري مقدم د تخنیکي مرستیال روزونکي، رضا سمایي د دروازهساتونکو د روزونکي، جوا د لوبو د شنونکي او ریو سامانا د فوټسال ملي لوبډلې د مرستیال روزونکي په توګه ګومارل شوي دي.
ده وویل، جواد اصغري مقدم او رضا سمایي د ایران، جوا د برازیل او ریو سامانا د هسپانیا اوسېدونکي دي.
هغه زیاته کړه چې یاد کسان به په راتلونکو ورځو کې په رسمي ډول د افغانستان د فوټبال فدراسیون سره خپل قراردادونه لاسلیک کړي.
ديجان ديجوویک د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د پخواني ایراني مشر روزونکي، مجید مرتضايي، ځای ناستی شوی دی.
د مجید مرتضايي قرارداد د روان کال په غويي میاشت کې له ملي لوبډلې سره پای ته رسېدلی و.