کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵): د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې افغانالاصله لوبغاړي ندیم امیري د جرمني ملي لوبډلې په ډراماتیکه بریا کې مهم رول ولوباوه او د عاج ساحل پر وړاندې یې د لوبې بڼه بدله کړه.
د جرمني او عاج ساحل لوبډلو ترمنځ دا لوبه د جون په ۲۰مه د کاناډا په ټورنټو سټېډیوم کې ترسره شوه چې جرمني په کې له یوې سختې سیالۍ وروسته ۲ پر ۱ بریا خپله کړه او د نړیوال جام حذفي پړاو ته یې لار پیدا کړه.
عاج ساحل لوبه په پوره جرئت پیل کړه. دغې افریقایي لوبډلې د جرمني پر دفاعي لیکو پرلهپسې فشار راوړ او ورسته یې په ۳۰مه دقیقه کې د «فرانک کیسي» د ګول له لارې د لوبې لومړی ګول وواهه. له دې ګول وروسته جرمني له سخت فشار سره مخ شو او د لومړۍ نیمایي تر پایه یې د مساوي کولو هڅې بېپایلې پاتې شوې.
په دویمه نیمایي کې هم جرمني د عاج ساحل کلک دفاعي دېوال مات نه کړای شو، خو د لوبې په ۶۰مه دقیقه کې د جرمني روزونکي یولیان ناګلسمان میدان ته تازه ساه ورکړه؛ ندیم امیري، ډنیز اونډاف او جېمي لیولینګ یې لوبې ته داخل کړل. همدا بدلون د لوبې د مسیر د بدلېدو پیل و.
په دویمه نیمایي کې هم جرمني د عاج ساحل کلک دفاعي دېوال مات نه کړای شو، خو د لوبې په ۶۰مه دقیقه کې د جرمني روزونکي یولیان ناګلسمان ندیم امیري د لوبې ډګر ته ښکته چې ورسره د لوبې بڼه بدله شوه.
میدان ته د امیري له ننوتلو یوازې څو دقیقې وروسته، د جرمني بریدونو رنګ بدل کړ. امیري د توپ کنټرول، چټکو پاسونو او دقیقو حرکتونو له لارې د عاج ساحل دفاعي لیکې تر فشار لاندې راوستې. په ۶۸مه دقیقه کې همدا افغانالاصله لوبغاړی د جرمني د بېرته راګرځېدو د صحنې مهم جوړوونکی شو.
امیري له ښي اړخه یو دقیق توپ د جرمني بل لوبغاړي ډنیز اونډاف ته ورساوه او اونډاف په ښکلي ګول سره لوبه ۱-۱ مساوي کړه.
له مساوي ګول وروسته د جرمني لوبډله لا پسې تیزه شوه. لوبه د وروستیو شېبو پر لور روانه وه او داسې ښکارېده چې دواړه لوبډلې به په یوې نمرې بسنه وکړي، خو ډنیز اونډاف خپل دویم ګول وواهه او جرمني ته یې ۲ پر ۱ ډراماتیکه بریا ورپه برخه کړه.
د دې بریا تر ټولو مهم ټکی د جرمني د احتیاطي لوبغاړو اغېز و؛ اونډاف دوه ګولونه وکړل، خو د ندیم امیري راتګ د جرمني د بریدونو ریتم بدل کړ او هغه پاس یې چې د مساوي ګول سبب شو، جرمني یې د ماتې له ګواښه راوایست.
د جرمني د فوټبال د لومړۍ درجه لیګ، بونډسلیګا، د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، ندیم امیري د ۱۹۹۶ کال د اکټوبر په ۲۷مه د جرمني په لودویګسهافن ښار کې زېږېدلی دی. سرچینې لیکلي چې د هغه مور او پلار په ۱۹۸۰مه لسیزه کې له افغانستانه جرمني ته کډوال شوي وو.
د راپورونو له مخې، امیري د بریدګر منځني لوبغاړي په توګه لوبېږي او د جرمني د بېلابېلو عمرونو ملي لوبډلو برخه پاتې شوی دی. هغه له کلونو هڅو وروسته د جرمني ملي لوبډلې ته رسېدلی او اوس د نړیوال جام په لوی سټېج کې د جرمني لپاره لوبېږي.
د افغانانو لپاره د دې لوبې ځانګړی ارزښت دا دی چې د نړیوال جام په څېر ستره سیالۍ کې د افغانالاصله لوبغاړی د نړۍ د یوې پیاوړې لوبډلې په مهمه بریا کې اغېزناک رول لوبوي. امیري په دې لوبه کې ګول ونه کړ، خو هغه پاس یې چې د جرمني د بېرته راګرځېدو دروازه یې پرانیسته، د لوبې له مهمو شېبو څخه و.