زرنج (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۵): معینه شېرزۍ – چې له څه باندې پنځلسو کلونو راهیسې په نیمروز کې د زېږونونو پر مهال میندو ته په سختو حالاتو کې رسېدنه کوي – وايي چې دا قابلګي یوازې دنده نه، بلکې د خدمت، خواخوږۍ او د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره یوه ژمنه ګڼي.
معینه شېرزي د نیمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکې ده، ۲۹ کاله کېږي واده یې کړی او پنځه اولادونه لري.

هغې له پژواک سره په مرکه کې وویل چې پخوا یې کورنۍ او خپلوان له کوره بهر د ښځو له کار کولو سره چندان موافق نه وو خو دې پر ټولنیزو محدودیتونو سربېره، له واده دوه کاله وروسته د واکسیناتورې په توګه کار پیل کړ.
هغې د قابلګۍ مسلک ته د داخلېدو د انګېزې په اړه وویل، ۲۷ کاله مخکې، کله چې یې په ایران کې په یوه روغتون کې پر ماشوم ناروغه وه، داسې تجربه یې واخیسته چې ژوند یې ور بدل کړ.
هغې وویل: «له دې امله چې درد مې ډېر و، د قابلې لاس مې نیولی و څو که لږ ارامه شم؛ خو هغې زما لاس لرې کړ، راته ویې ویل: لاس مې پرېږده، د زېږون تخت ونیسه.»
معینه – چې د قابلې له یاد چلنده ځورېدلې وه – وايي: «هماغه شېبه مې له ځان سره ژمنه وکړه، که یوه ورځ قابله شوم، هيڅ مور به د زېږون په تر ټولو سختو شېبو کې یوازې پرې نه ږدم؛ لاس به یې نیسم، ډاډ به ورکوم او داسې به کوم چې د امنیت احساس ولري.»
له واکسیناتورۍ تر قابلګۍ
معینه هغه مهال چې د واکسیناتورې په توګه یې کار کاوه، د روغتیايي مسوولینو له لوري وهڅول شوه څو د قابلګۍ برخه کې زدهکړې وکړي؛ خو دا پرېکړه د هغې د کورنۍ له مخالفت سره مخ شوه.
هغې وویل: «د کورنۍ ځینو غړو به ویل چې خلک به زموږ په اړه بدې خبرې کوي او وایي به چې د فلاني ښځه دایه شوې ده.»
خو معینې د دغو مخالفتونو سربېره وکولای شول د خپلې کورنۍ رضایت ترلاسه کړي او د قابلګۍ د زدهکړو مرکز ته ولاړه شي. هغې خپلې زدهکړې په بریالیتوب سره بشپړې کړې او سره له دې چې په لویو ولایتونو کې ورته د کار وړاندیزونه شوي وو، پرېکړه یې وکړه چې په نیمروز کې پاتې شي او هغو ښځو ته خدمت وکړي چې تر ټولو ډېرې روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
۱۵ کاله د میندو ترڅنګ خدمت
معینې خپل مسلکي فعالیت له کَنګ ولسوالۍ څخه پیل کړ؛ هغه سیمه چې د هغې په خبره، هغه مهال له لومړنیو روغتیايي خدمتونو هم بېبرخې وه او ډېری زېږونونه به د محلي دایو له لوري ترسره کېدل.

هغه اوس د کَنګ ولسوالۍ ته څېرمه د «سیاهچشمان» کلي په کلینیک کې دنده ترسره کوي او وایي چې د څه باندې پنځلس کلن فعالیت په موده کې یې د عادي او پېچلو زېږونونو زرګونه پېښې مدیریت کړې دي.
د هغې په خبره، په خپل کار کې تر ټولو مهم اصل د میندو سره درناوی او له هغوی سره خواخوږي ده.
سپینه چپنه؛ د یوې ژمنې نښه
معینه وایي، هره ورځ چې سپینه چپنه اغوندي، هماغه پخوانۍ ژمنه ور یادېږي.
هغې وویل: «کله چې سپینه چپنه اغوندم، له ځان سره وایم چې خدای تعالی ماته دا فرصت راکړی څو میندو ته خدمت وکړم؛ دا لباس زما لپاره سپېڅلی دی او باید درناوی یې وساتم.»
د هغې په باور، قابله یوازې د زېږون د بهیر د ترسره کولو مسووله نه ده، بلکې باید په خپل چلند او مهربانۍ سره میندو ته ډاډ او ارامتیا هم ورکړي.
هغې زیاته کړه: «ما خپله د زېږون درد تجربه کړی دی، له همدې امله تل هڅه کوم له میندو سره مهربانه واوسم او هغوی ته د خوندیتوب احساس ورکړم.»
د میندو د ژوند ژغورل؛ تر ټولو ستره بدله
د خدمت لومړني کلونه د معینې لپاره اسانه نه وو؛ هغې وویل چې د ولسوالیو په ډېرو روغتیايي مرکزونو کې نه امبولانس موجود وو، نه کافي امکانات او نه هم مناسبې لارې.
هغې زیاته کړه، ډېر ځله له هغو میندو سره مخ شوې چې د شدیدې وینې بهېدنې، د وینې د لوړ فشار او د امیندوارۍ له نورو خطرناکو عوارضو سره مخ وې.
معینه وایي: «هر ځل چې به مې د یوې مور او د هغې د نوي زېږېدلي ماشوم د روغتیا خبر اورېده، داسې احساس به مې کاوه چې د خپل ژوند تر ټولو ستره بدله مې ترلاسه کړې ده.»
د هغې له تر ټولو سختو خاطرو څخه یوه د هغې مور اړوند ده چې له زېږون مخکې یې د شدیدې وینې بهېدنې له امله روغتیايي مرکز ته مراجعه کړې وه.
هغې وویل: «ټوله لاره اندېښمنه وم چې هسې نه مور په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړي، کله چې مې د ماشوم د ژړا غږ واورېد او پوه شوم چې دواړه روغ دي، له خوښۍ مې اوښکې تویې شوې.»
ځینې وخت درملنه یوازې دوا نه وي
معینه باور لري چې د ښځو ډېرې ستونزې یوازې په دوا نه درملنه کېږي.
هغې وویل، د کورنیو پوهاوی د میندو په روغتیا کې مهم رول لري او کله ناکله ساده خبرې اترې هم کولی شي د لویو ستونزو د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي.
د هغې په خبره، د قابلو د مسوولیت یوه برخه دا ده چې کورنیو ته د میندوارۍ دورې د بدلونونو او له میندو سره د مناسب ملاتړ د څرنګوالي په اړه پوهاوی ورکړي.
رسالت لا هم دوام لري
نن، له پنځلسو کلونو ډېر خدمت وروسته، معینه شېرزۍ لا هم هغې ژمنې ته وفاداره ده چې کلونه مخکې یې په ولادتخونه کې له ځان سره کړې وه؛ هغه ژمنه چې له یوې ترخې تجربې څخه وزېږېده او د میندو د خدمت پر لاره بدله شوه.
هغې وویل: «تل د ولادت پر مهال له ځان سره فکر کوم چې دا مور زما خور یا لور ده، له همدې امله هڅه کوم لاس یې ونیسم، ډاډ ورکړم او د خوندیتوب احساس ورته پیدا کړم، قابلګي یوازې دنده نه ده؛ دا یو انساني مسوولیت دی.»
ښايي ډېر هغه ماشومان چې د هغې په مرسته دې نړۍ ته راغلي، نوم یې په یاد ونه لري؛ خو د هغو میندو لپاره چې د ژوند په تر ټولو سختو شېبو کې یې د ځان ترڅنګ یو مهربانه لاس احساس کړی، معینه یوازې یوه قابله نه ده؛ بلکې هغه ښځه ده چې درد یې په رسالت او خواخوږي یې په درملنه بدله کړې ده.
میندې یې «د ژغورنې پرښته» بولي
فاطمه – چې له معینې شېرزۍ سره یې د خپلو څلورو اولادونو د زېږون تجربه لرلې – وایي، د خپل او خپلو ماشومانو ژوند د هغې پوروړی ګڼي.

هغې وویل: «که نن زه او زما ماشومان ژوندي یو، د همدې قابلې منندوی یو؛ زه د وینې لوړ فشار لرم او د زېږون پر مهال به له ډېرو ستونزو سره مخ کېدم، خو هغې به تل د خپلې هڅې، زړهسواندۍ او مهارت په مټ موږ ژغورلو. هغه یوازې یوه قابله نه وه؛ لکه مور به زما پر سر ولاړه وه، په مهربانۍ او حوصلې به یې ډاډ راکاوه. د هغې له پوهې او تجربې معلومېده چې خپل کار په مینه ترسره کوي. شپه او ورځ به یې نه کتله، هر وخت چې اړتیا وه، حاضرېده. کله به مې په یوه شپه کې دوه ځلې له خوبه راویښه کړه او له کوره به یې تلم؛ خو بیا به یې هم په مهربانۍ معاینه کوله.»
د فاطمې په خبره، د دوی په کورنۍ کې ډېری مېندواره ښځې غواړي خپل زېږون له معینې شېرزي سره ترسره کړي؛ ځکه د هغې مهربان چلند د زېږون درد او اندېښنه کموي.
هغې زیاته کړه، هر کله چې د زېږون دردونه نږدې شي، ان که د معینې د کار نوبت هم نه وي، له کوره یې روغتون ته وربولي څو د دوی ترڅنګ وي.
د معینې بله ناروغه نرګس هم وایي چې د مېندوارو ښځو پراخ باور د هغې د انساني چلند او د مسوولیت د احساس له امله دی.
هغې وویل: «زموږ لپاره هغه یوازې یوه قابله نه ده، بلکې هغه پرښته ده چې د ډېرو میندو او ماشومانو ژوند یې ژغورلی دی.»
د پژواک خبریال هڅه وکړه چې په نیمروز ولایت کې د موجودو قابلو د شمېر په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو په دې اړه یې له اړوندو مسوولینو سره په اړیکه نیولو بریالی نه شو.