ژبه

د کابل–غزني پر لویه لار ترافیکي پېښې دوه کسان مړه او تر لسو ډېر ټپیان کړل

واحدالله جمعه زاده

۵ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۲

Views: ۲۴

غزني ښار (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د غزني امنیه قوماندانۍ وایي، د کابل–غزني پر لویه لار د میدان‌وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په عزیزکلا سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي او تر لسو ډېر نور ټپیان دي.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه تېره شپه ناوخته د ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر او یوه «اکوا» موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، په دې پېښه کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر لسو ډېر ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي چې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د معلوماتو له مخې، ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی موټر د میرویس نیکه ترانسپورټي شرکت اړوند دی.