ژبه

دفاع وزارت: کامدېش ته د پاکستان په ملاتړ رااوښتي وسله‌وال سخت وځپل شول

احمد صهیب حسرت

۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۵:۳۰

Views: ۲

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان دفاع وزارت وایي، پاکستان د افغانستان د ناامنۍ لپاره د وسله‌والو ډلو ملاتړ او هڅونه کوي او په دې لړ کې یې د نورستان د کامدېش پر لور څو ډلې رااستولې وې چې ۲۸ کسان یې وژل شوي او ۳۲ نور نیول شوي دي؛ دغه وزارت له هغو کسانو چې له دغو ډلو سره یوځای شوي، غوښتي چې له افغان ځواکونو سره اړیکه ونیسي او تسلیم شي.

د دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «تېره ورځ د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په استقامت د ډیورند کرښې پورې غاړې څخه د پاکستاني ملېشو په ملاتړ او تشویق د داعشي فتنه‌ګرو او د شر او فساد د عناصرو څو ګروپونه د افغانستان خوا ته د شرارتونو او ناامنۍ جوړولو په موخه را واړول شول.»

وزارت لیکلي چې افغان ځواکونو «د دښمن د دغې شومې دسیسې» پر وړاندې په ډېره چټکۍ عملیات پیل کړل چې په پایله کې یې د دښمن تحرکات سخت وځپل شول، ۲۸ تنه یې ووژل شول، ۳۲ تنه ژوندي ونیول شول او پاتې نور بېرته د ډیورند کرښې پورې غاړې د پاکستاني ملېشو مرکزونو ته وتښتېدل.

سرچینې زیاته کړې ده: «له دوی سره پاکستاني ملېشې، پاکستاني اربکیان او داعشي فتنه‌ګر هم په هماهنګۍ سره موجود وو، خو هغوی د جګړې په پیل کې ترې وتښتېدل او د شر او فساد عناصر یې په میدان پرېښودل.»

د دفاع وزارت په وینا، په دې پېښه کې ښکېل ډېری کسان د تېر حکومت نظامیان وو چې د پاکستاني استخباراتو له خوا د دې ژمنې پر بنسټ پاکستان ته بلل شوي وو چې په نورو هېوادونو کې به ورته د پناه او لوړو معاشونو زمینه برابره شي؛ خو وزارت زیاتوي چې پاکستان ته له تګ وروسته د پاکستاني پوځ او آی‌اېس‌آی کمپونو ته انتقال شوي، لنډمهاله پوځي روزنه یې ترلاسه کړې او وروسته د افغانستان د ناامنۍ لپاره نورستان ته رااستول شوي وو.

د دفاع وزارت ویلي، پاکستاني پوځیان د خپل هېواد د کورنیو ستونزو د حل، امنیتي مسوولیتونو ته د پاملرنې او له خپلو خلکو سره د ناوړه چلند د مخنیوي پر ځای، د افغانستان د ناامنۍ لپاره له پاکستانه افغانستان ته د بېلابېلو وسله‌والو ډلو رالیږلو ته کار ویلی دی.

خو دغه وزارت لیکي: «د افغانستان اسلامي امارت زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به د لوی الله جل جلاله په نصرت او د خپل ملت په ملاتړ د پاکستاني نظامیانو او ټولو شریرو عناصرو دغه خوبونه پر اوبو لاهو کړي او د هر راز دسیسو پر وړاندې به یې په کلک هوډ سره ودرېږي.»

د دفاع وزارت د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د پاکستان د پوځ فعالیتونو ته جدي پام وکړي او ویلي یې دي چې دغه پوځ یو ځل بیا د سیمې د ناامنۍ لپاره هڅې کوي، په پاکستان کې د وسله‌والو د روزنې او له هغه هېواده نورو هېوادونو ته د جګړې او ناامنۍ د لېږد په پروژو بوخت دی.

د دفاع وزارت له هغو ځوانانو او پخوانیو نظامیانو چې د دغه وزارت په وینا د پاکستاني استخباراتو او «شر او فساد» ډلو له خوا تېرایستل شوي او ورسره یوځای شوي، غوښتي چې نور «د دښمنانو د دسیسو ښکار نه شي»، د ډیورند کرښې ته نږدې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اړیکه ونیسي او تر دې مخکې چې له ورته برخلیک سره مخ شي، تسلیم شي.