کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۵): پاکستاني چارواکو ویلي چې په کراچۍ ښار کې د رینجرز ځواکونو پر یوه مرکز د وسلهوالو په ډلهییز برید کې لږ تر لږه درې امنیتي ځواکونه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه برید پرون ماښام د کراچۍ ښار د «ګلستان جوهر» په سیمه کې د رینجرز ځواکونو پر مرکز شوی او د نښتې پر مهال څلور بریدګر هم وژل شوي دي.
د امنیتي سرچینو په خبره، بریدګرو تر هغه وروسته چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر یې د یاد مرکز له دروازې سره ټکر کړ، د مرکز انګړ ته ننوتل.
سرچینې لیکلي چې له دې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه، د ځانګړو ځواکونو، د ترهګرۍ ضد څانګې او رینجرز ځواکونو په ګډون یې سیمه کې د تصفیې عملیات پیل کړل.
په راپور کې راغلي، د «جماعتالاحرار» ډلې یوې څانګې چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له بېلې شوو ډلو شمېرل کېږي، د دغه برید مسوولیت منلی دی.