ژبه

جمال: ایران کې دې د افغانستان د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ استادانو ته روزنیز سیمینارونه جوړ شي

Sohrab Sarwari

۷ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۸

Views: ۱۳

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د ایران له سفیر سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې په ایران کې دې د دغه وزارت د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ استادانو ته د روزنیزو او علمي سیمینارونو د جوړېدو زمینه برابره کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرون (شنبه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بېګدلي او د دغه هېواد له فرهنګي سلاکار سید روح‌الله حسیني سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دې لیدنې موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاحتي همکاریو پراختیا، د دواړو هېوادونو د سیلانیانو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول، د سفر، زیارت، درملنې او زده‌کړو د بهیر اسانه کول، د ګډو فرهنګي پروګرامونو پراختیا او د دوه‌اړخیزې همغږۍ او همکارۍ له لارې د سیلانیانو د تګ‌راتګ زیاتول وو.

مولوي قدرت‌الله جمال ویلي، افغانستان او ایران ښې او دوستانه اړیکې لري.

هغه زیاته کړې، اړینه ده چې د ګرځندوی، درملنې، زده‌کړو او کربلا ته د زیارت‌کوونکو د لېږد رالېږد برخو کې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي د ایران له سفیره وغوښتل چې په ایران کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ د استادانو لپاره د روزنیزو او علمي سیمینارونو د جوړېدو زمینه برابره کړي، څو هغوی د ایراني استادانو له علم، تجربو او علمي لاسته‌راوړنو ګټه واخلي.

هغه زیاته کړې، د اړینو اسانتیاوو برابرولو په موخه به د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره یو تفاهم‌لیک چمتو او له وروستي کېدو وروسته به د دواړو لورو له خوا لاسلیک شي.

بلخوا، د ایران سفیر علي‌رضا بېګدلي هم ویلي چې افغانستان او ایران ژور دیني، فرهنګي او تمدني مشترکات لري.

هغه د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ د ګرځندوی او زیارت برخو کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د دواړو دوستو او وروڼو هېوادونو د تجربو تبادله به د ګرځندوی صنعت د ودې او پراختیا لامل شي.

د ایران سفیر همدارنګه ویلي، د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو په همغږۍ به په افغانستان او ایران کې د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ د استادانو لپاره ځانګړي روزنیز سیمینارونه د ایراني استادانو په تدریس جوړ شي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په فرهنګي او ګرځندی برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د همغږۍ پر دوام او په دغو برخو کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.