کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډله د سوېلي اسیا اتلولۍ سیالیو کې د ګډون لپاره بوتان ته ولاړه.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د هېواد د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې د سوېلي اسیا د اتلولۍ ۱۶م پړاو سیالیو کې د ګډون لپاره د بوتان پلازمېنې تیمفو ته سفر وکړ.
د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له افغانستانه ۱۵ ورزشکاران ګډون کوي.
د یادونې ده، د سوېلي اسیا د اتلولۍ سیالۍ د جون په ۳۰مه د بوتان په پلازمېنه تیمفو کې پیلېږي.