کابل (پژواک ۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د ناشرانو، کتابپلورونکو او د مطبعو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه کې ویلي چې ټولې مطبعې او ناشران مکلف دي د خپلو کتابونو لپاره د ایاېسبياېن شمېره ترلاسه کړي او له مسوولینو یې غوښتي چې د کتابونو برابرولو او پېرلو قراردادونه له کورنیو ناشرانو سره ترسره کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپيرایټ امریت له خوا له ناشرانو، کتابپلورونکو او د مطبعو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د چارو ادارې مشر شیخ نورالحق انور هم ویلي چې مطالعه د انسان له اساسي اړتیاوو ده او د انسان ذهن پیاوړی کوي او وړتیا یې زیاتوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي هم ویلي، ټولې مطبعې او ناشران مکلف دي چې د خپلو کتابونو لپاره د (ISBN) شمېره ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د مطبعو د مسوولینو، ناشرانو او کتابپلورونکو ستونزې به وڅېړل او حل به شي او د هغوی لپاره په ماشینخانه کې مناسب ځای هم په پام کې نیول شوی دی.
فراهي د اړوندو ادارو له مسوولینو غوښتي چې د کتابونو برابرولو او پېرلو قراردادونه له کورنیو ناشرانو سره ترسره کړي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د نشراتو معین همدارنګه د کتاب خپروونکو او د مطبعو له مسوولینو وغوښتل چې داسې کتابونه چاپ او خپاره کړي چې د ټولنې، په ځانګړي ډول د ځوانانو د فکري، فرهنګي او علمي ودې لپاره ګټور او ارزښتمن وي.
په غونډې کې نورو ویناوالو د (ISBN) شمېرې د کارونې، د مؤلف، مصنف، ژباړن او څېړونکي د حقوقو او مسوولیتونو، د اسلام د مبارک دین او شرعي احکامو له نظره د چاپ حق رعایت، د کتاب بازارموندنې او د ناشرانو د جوازونو په اړه خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې راغلي چې د مطبعو استازو، ناشرانو او کتابپلورونکو هم خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه وړاندې کړل، چې اړوندو مسؤلینو یې د څېړلو او حل ډاډ څرګند کړ.