ژبه

د میدان‌وردګو په دایمیرداد کې د ۳۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې

واحدالله جمعه‌زاده

۷ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۱:۳۷

Views: ۱۱

میدان‌ښار (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د میدان‌وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د نږدې ۶۴  میلیون افغانیو په لګښت د یوه ۳۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې له مخې په ټول هېواد کې ۳۱۸ هغه ولسوالۍ چې تر ډېره له روغتیايي خدماتو بې برخې دي، د روغتیايي مرکزونو جوړولو په پلان کې شاملې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د دایمیرداد ولسوالۍ کې د روغتون جوړول هم د همدغه ملي پروګرام یوه برخه ده چې عملي چارې یې نن پیل شوې.

نوموړي زیاته کړه چې دغه روغتون پر ۷ جریب ځمکه په پاخه او اساسي ډول جوړېږي او تمه ده چارې یې د ۱۸ میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

جلالي وویل چې دغه پروژه د عامې روغتیا وزارت له بودجې تمویلېږي او موخه یې خلکو ته په سیمه کې د معیاري او نږدې روغتیايي خدماتو برابرول دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې دغه پروژه نه یوازې د روغتیايي خدماتو د پراختیا برخه کې مهمه ګڼل کېږي، بلکې د سیمې د ټولنیزو اړتیاوو پوره کېدو او د خلکو د ژوند د کیفیت لوړولو لپاره هم یو مهم ګام بلل کېږي.

ورته مهال، د میدان‌وردګو د علماوو شورا رییس شیخ عبدالهادي فضلي وویل چې د اسلامي امارت مسوولینو له ولس سره کړې ژمنې په عملي توګه ثابتې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې د روغتیا ترڅنګ به د سړکونو، کرنې او نورو پراختیايي برخو کې هم دې ولسوالۍ ته نورې پرمختیايي پروژې عملي شي.

بل لور ته د سیمې اوسېدونکو د دغه روغتون د جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې د ولسوالۍ د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وبلل، هغوی وویل چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به د ناروغانو د اوږدو سفرونو اړتیا کمه شي او خلکو ته به نږدې او اغېزناک خدمات برابر شي.

د سیمې یوه مشر حاجي انارګل د دغه روغتون د بنسټ اېښودل د خلکو لپاره یو حیاتي ګام وباله او ویې ویل: «دا روغتون زموږ د کلونو غوښتنه وه؛ اوس به زموږ ناروغان د درملنې لپاره لرو ښارونو ته نه وړل کېږي او ډېرې ستونزې به مو حل شي.»

بل قومي مشر ګل‌آغا وویل: «د دې پروژې په پیل سره موږ ته هیله پیدا شوه چې حکومت د لرو پرتو سیمو خلکو ته هم پاملرنه کوي. دا به زموږ د روغتیايي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول ولري.»

د سیمي د خلکو په وینا، تمه کېږي د دغه روغتون په جوړېدو سره به د سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د مور او ماشوم د روغتیا، بېړنیو خدماتو، لابراتواري معایناتو او نورو اساسي طبي خدمتونو برخو کې مهم بدلونونه رامنځته شي.

د یادونې ده، دایمیرداد د میدان‌وردګ یوه له غرنیو او نسبتاً لرو پرتو ولسوالیو ده چې تر اوسه د روغتیايي اسانتیاوو له پلوه له جدي ستونزو سره مخ وه.