ژبه

منیر: ملګري ملتونه دې د نشه‌يي توکو مخنیوي برخه کې د ا.ا لاسته‌راوړنې په عادلانه توګه راپور کړي

اححد صهیب حسرت

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۶

Views: ۲۰

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معین د ملګرو ملتونو له استازي سره لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان دې په راتلونکي نړۍوال راپور کې په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې لاسته‌راوړنې په عادلانه او واقعبینانه توګه منعکسې کړي او د بدیل معیشت برخه کې یې پر عملي همکارۍ ټینګار کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د دفتر له رییس پولک اوک سیري سره وکتل.

سرچینې لیکلي چې پولک اوک سیري د دې لیدنې موخه د ملګرو ملتونو د راتلونکي نړۍوال راپور په اړه د نظرونو تبادله یاده کړه او ویې ویل، په دغه راپور کې به د اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لاسته‌راوړنې او د مخنیوي او مبارزې هڅې په عادلانه او له واقعیت سره سمې منعکسې شي.

شیخ عبدالرحمن منیر هم ویلي: «هیله لرو چې د ملګرو ملتونو په نړۍوال راپور کې د نشه‌يي توکو د مخنیوي او له دې ناوړې پدیدې سره د مبارزې برخه کې د افغانستان لاسته‌راوړنې او فعالیتونه په رښتینې، صادقانه او عادلانه توګه منعکس شي.»

د کورنیو چارو وزارت لیکلي چې منیر د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د مخنیوي او پر وړاندې د مبارزې برخه کې د امنیتي ځواکونو لاسته‌راوړنو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د هېواد پر لویو لارو د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي برخه کې د پام وړ بریاوې ترلاسه شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین په پای کې له پولک اوک سیري وغوښتل چې د کوکنارو او نورو منع شوو کښتونو پر ځای د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت برابرولو برخه کې ځانګړې پاملرنه او عملي همکاري وکړي.