ژبه

م.م د پاکستان برید ته غبرګون کې: ملکي وګړي او ملکي زېربناوې باید هر وخت خوندي وساتل شي

سهراب سروری

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۳

Views: ۷

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو ویاند د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ملکي وګړي او ملکي زیربناوې باید هر وخت خوندي وساتل شي.

د پاکستان پوځي رژیم د روانې اونۍ د یکشنبې په شپه د پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) هم تایید کړې چې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي شهیدان او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک په یوه خبري غونډه کې د «دښمنیو د سمدستي درېدو او د ملکي وګړو د خوندیتوب» غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي: «زموږ بشري مرستندویه همکاران وايي، وروستي بریدونه د خلکو د بې‌ځایه کېدو لامل هم شوي او په سیمه کې بشري شریکان د اړتیاوو ارزونه کوي او د بېړنیو مرستو برابرولو ته چمتووالی نیسي.»

دوجاریک زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش له ټولو لورو غوښتي چې د نړۍوال بشردوستانه قانون له مخې پر خپلو ژمنو ودرېږي او ملکي وګړي او ملکي زیربناوې باید هر وخت خوندي وساتل شي.

پرون، د بشري حقونو نړۍوال بنسټ (IHRF) هم له پاکستانه غوښتي وو چې د دغو عملیاتو شرایط، قانوني بنسټونه او د هدف ټاکنې اړوند پروټوکولونه دې ژر او په رڼه ډول څرګند کړي.