ژبه

د سالنګونو لویه لار د چنګاښ له ۱۹مې وروسته د ټېلري موټرو پر مخ تړل کېږي

ارشیف

احمد صهیب حسرت

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۴:۴۸

Views: ۱

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې چارو د چټکتیا لپاره به یاده لار د روانې چنګاښ میاشتې له ۱۹مې نېټې وروسته د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شي او له موټرچلوونکو یې غوښتي چې تر یادې نېټې مخکې خپل بارونه انتقال کړي.

د ټولګټو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې پیل شوې او دا مهال یې په بېلابېلو برخو کې کار روان دی.

سرچینه کاږي چې د دې مهمې او ستراتیژیکې پروژې د چارو د چټک او معیاري تطبیق لپاره به د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ له ۱۹مې نېټې وروسته د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې د ټېلري وسایطو پر مخ تړلې وي.

وزارت له ټېلري موټرو له چلوونکو غوښتي چې تر ټاکلې نېټې مخکې خپل بارونه دواړو لورو ته ولېږدوي او له هغه وروسته دې د سالنګونو له لارې له تګ راتګه په کلکه ډډه وکړي، څو د بیارغونې د چارو د تطبیق مخه ونه نیول شي.

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، له ټېلري موټرو پرته نور باروړونکي او مسافروړونکي وسایط کولای شي د ترافیکي اصولو او د سالنګونو د مسوولینو د لارښوونو له مخې، پر یاده لویه لار په عادي ډول تګ راتګ وکړي.