کابل (پژواک، ۱۲چنګاښ ۱۴۰۵): د اسپانیا، پرتګال او سویس ملي لوبډلو د فوټبال ۲۰۲۶ نړۍوال جام د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې خپلو سیالانو ته له ماتې ورکولو وروسته د دغو سیالیو د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده.
د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربهتوب روانې دي.
د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې د اسپانیا او اتریش، د پرتګال او کرواسی، د سویس او الجزایر لوبډلو ترمنځ لوبې وشوې.
په یادو سیالیو کې یوه لوبه تېره شپه د اسپانیا او اتریش لوبډلو ترمنځ وه چې ۳ پر صفر اسپانیا وګټله او په دغو سیالیو کې یې د ۱۶ غوره لوبډلو ته لار پیدا کړه.
په یاده لوبه کې د اسپانیا لپاره د لوبې په ۳۶مه دقیقه کې میکل اویارزابال لومړۍ ګول وواهه، په ۶۶مه دقیقه کې پیډرو پورو دویم ګول تر لاسه کړ او همدرانګه میکل اویارزابال بیا د لوبې په ۸۹مه دقیقه کې خپل دویم او د اسپانیا لپاره درېیم ګول ترلاسه کړ.
دغهراز، په نړۍوال جام کې بله لوبه نن سهار د پرتګال او کرواسی لوبډلو ترمنځ وشوه چې ۲ پر ۱ پرتګال وګټله او په دغو سیالیو کې یې د ۱۶ غوره لوبډلو پړوا ته لار پیدا کړه.
په دې لوبه کې د کرواسی لپاره یوازېنی ګول د لوبې په ۵۳مه دقیقه کې ایوان پیریشیچ وواهه، ورپسې د پرتګال لپاره کریستیانو رونالډو په ۶۸مه دقیقه کې ګول ترلاسه کړ او لوبه یې یو پر یو مساوي کړه.
دغهراز، د پرتګال لپاره ګونسالو راموس په ۹۰+۴مه دقیقه کې یعنې د اضافي وخت په څلورمه دقیقه کې دویم ګول تر لاسه کړ او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې نن سهار د سویس او الجزایر لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې ۲ پر صفر سویس وګټله او د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته یې لار پیدا کړه.
په یاده لوبه کې د سویس لپاره بریل ایمبولو د لوبې په ۹مه دقیقه کې لومړۍ ګول وواهه او ډان اندوی د لوبې په ۴۹مه دقیقه کې دویم ګول ترلاسه کړ.