کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د لغمان ولایت مربوطاتو کې د کابل– ننګرهار پر لویه لار د راستنېدونکو کډوالو لېږدوونکي ټېلر او پريوس موټرو د ټکر له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، اته ټپیان شوي او لس نور نادرکه دي.
د لغمان د ترافیکو مدیت د مطبوعاتو برخې مسوول نظیفالله ابوهریره پژواک ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د کابل–جلالاباد پر لویه لار، د خیروخېلو په سیمه کې شوې ده.
دی وایي، په یاده سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لېږدوونکي ټېلر او پریس موټر ټکر کړی او سیند ته لوېدلي دي.
ابوهریره وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې تر دې دمه ۴ کسان مړه او اته ټپیان له سینده را ایستل شوي او ۱۰ نور لا هم نادرکه دي.
دی زیاتوي، د نادرکه شوو کسانو موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات په دوامداره توګه روان دي.