کابل (پژواک، ۱۹چنګاښ ۱۴۰۵): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د مخابراتي شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې د مخابراتي سکټور د وضعیت، د خدماتو د کیفیت، د بنسټیزو تأسیساتو د پیاوړتیا او لرو پرتو سیمو ته د شبکو د پوښښ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند عنایتالله الکوزي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي په دې غونډه کې د مخابراتي سکټور پر اهمیت او په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو پر اوسني وضعیت معلومات وړاندې کړل.
سرچینه زیاتوي، فضلي په دغه سکټور کې شته ستونزو ته په اشارې سره، په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدماتو د کیفیت پر ښهوالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې وزارت به د دغه سکټور د لا ودې او پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړې چې اوس د هېواد ډېره برخه خلک له مخابراتي خدماتو ګټه اخلي او اړتیا ده چې د دغو خدماتو د لا پراختیا او خلکو ته د غوره اسانتیاوو د برابرولو لپاره نور عملي ګامونه هم واخیستل شي.
په خبرپاڼه کې د مخابراتو وزیر له قوله راغلي: «د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د مخابراتي خدماتو تعرفې دوه ځله راکمې شوې دي. که په راتلونکي کې هم د بازار او شرایطو له مخې د تعرفو د لا کمولو زمینه برابره شي، دا کار به ترسره شي.»
فضلي همداراز ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ د مخابراتو بازار په دقیقه توګه وارزول شو او په پایله کې تعرفې راکمې شوې؛ خو دا ځل ځینو شرکتونو په خپلسرې توګه اقدام کړی و چې وزارت یې اجازه ورنه کړه.
الکوزي لیکلي، د مخابراتي شرکتونو استازو د مخابراتو وزارت له همکارۍ مننه کړې او ژمنه یې کړې چې خلکو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره به پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.
د هغه په وینا، د یادو شرکتونو استازو د خدماتو د کیفیت د ښهوالي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د شبکو د پوښښ د پراختیا په موخه د مخابراتي بنسټیزو تأسیساتو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.