ژبه

د افغانستان د سوداګرۍ خونې او د چین د شینګدائو نندارتون مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

خواجه نصیراحمد صدیقی

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۴

Views: ۴

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د چین د شینګدائو نړۍوال نندارتون له مرکز سره یې د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د نندارتونونو جوړولو او ګډو غونډو ترسره کولو په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

یادې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هوکړه‌لیک د تولیدي ماشینونو د نړۍوال نندارتون په څنډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یو شمېر مسوولینو او افغان سوداګرو په حضور کې لاسلیک شوی دی.

د هوکړه‌لیک له مخې، چیني تولیدوونکي او سوداګر، په ځانګړي ډول د صنعتي ماشینونو جوړوونکي به د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او خپلې نوي ماشین‌الات او تجهیزات به د بازارموندنې، د خپلو تولیداتو د معرفۍ او په افغانستان کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې زیاته کړې چې دغه هوکړه‌لیک د افغانستان او چین د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د لا ډېرو فرصتونو د رامنځته کولو په موخه لاسلیک شوی دی.