ژبه

کندهار کې یوې ښځې خپل مېړه وژلی

امين سمسور

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۴:۰۵

Views: ۱

کندهار (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یو سړی چې تازه یې واده کړی و، د خپلې ښځې له خوا د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د یکشنبې په ورځ پژواک ته وویل، پېښه تېره شپه د کندهار ښار د دوولسمې امنیتي حوزې اړوند د نازک کوټۍ سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، وژل شوی کس د فراه ولایت اصلي اوسېدونکی و او شاوخوا دوه میاشتې مخکې یې واده کړی و.

د نوموړي په خبره چې دغه کس ته یې لومړی په خوراک کې بې‌هوښه کوونکي توکي ورکړي او وروسته یې د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.

ده وویل، یاده ښځه له پېښې وروسته تښتېدلې خو اړوندو کورنیو ویلي چې مخکې د هغوی ترمنځ کومه ستونزه نه وه.

د امنیې قوماندانۍ ویاند د دې پېښې په اړه د لا زیاتو پلټنو خبر ورکړی دی.