ژبه

اندونیزیا کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

احمد صهیب حسرت

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۶

Views: ۵

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د اندونیزیا په جاوا ټاپو کې د واده مراسمو یوه موټر له دوو نورو باروړونکو موټرو سره ټکر کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون ماښام د شمالي ساحلي لویې لارې پر سر، د ایندرامایو ولسوالۍ د «کیاجاران کولون» کلي ته څېرمه شوې ده.

پولیسو ویلي چې قربانیان په یوه ګاونډي کلي کې د واده له مراسمو تر ګډون وروسته په یوه خلاص باروړونکي موټر کې خپلو کورونو ته ستنېدل چې له دې پېښې سره مخ شوي دي.

د سیمې د ترافیک پولیسو مشر اوندانګ شاریف هدایت ویلي چې د ټکر شدت د دې لامل شو څو د مېلمنو لېږدوونکی موټر د سړک مقابل لوري ته وغورځېږي او هلته له یوه بل باروړونکي موټر سره هم ټکر وکړي.

هغه زیاته کړې چې د ټکر د شدت له امله تر لسو ډېر سپاره د موټر له باډۍ د لویې لارې منځ ته غورځېدلي دي.

پولیسو اعلان کړی چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه او پنځه نور ټپیان دي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د دې پېښې پنځه ټپیان چې ټپونه یې له سپکو تر سختو پورې دي، په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د پېښې د کره لامل په اړه څېړنې کېږي.