کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵): سپینې ماڼۍ تایید کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د یکشنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام پایلوبه د نیوجرسي ایالت په «مېټلایف» لوبغالي کې له نږدې ننداره کړي.
د راپورونو له مخې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ پرون (پنجشنبه) په یوه خبري غونډه کې ویلي چې ټرمپ به له پایلوبې مخکې نن هم د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) په رسمي مراسمو کې، چې د نیویارک ښار په ټرمپ ټاور کې جوړېږي، ګډون وکړي.
د هغې په وینا، د امریکا ولسمشر به د ارجنټاین او هسپانیا ترمنځ پایلوبه له نږدې وګوري.
لیویټ په دې اړه څه ونه ویل چې ټرمپ به د اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام هم وسپاري که نه.
تر دې مخکې، د فیفا مشر جیاني انفانتینو ویلي وو چې ټرمپ به د لوبې له پای وروسته د اتلولۍ د جام د سپارلو په مراسمو کې هم ګډون وکړي.
سره له دې چې امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډه د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام کوربهتوب کوي، ټرمپ تر اوسه د دغو سیالیو په هيڅ لوبه کې ګډون نه و کړی.
سپینې ماڼۍ همداراز ویلي چې دغه سیالۍ د نندارچیانو د شمېر، امنیتي تدابیرو او د تنظیم له پلوه بریالۍ وې او د ټرمپ حضور به د دغو سیالیو د پای مراسم بشپړ کړي.
د یادونې ده، د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام پایلوبه به د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ارجنټاین او هسپانیا ترمنځ ترسره شي.