ژبه

د فوټبال نړۍوال جام پایلوبه نن شپه د ارجنټاین او اسپانیا لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي

Charly Triballeau, Roberto Schmidt/AFP

هجرت‌الله کاکړ

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۷

Views: ۲۴

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام پایلوبه نن شپه د ارجنټاین او اسپانیا لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د ارجنټاین او اسپانیا ترمنځ پایلوبه به د افغانستان پر وخت نن د شپې یوولس‌نیمې بجې ترسره شي.

یاده لوبه د امریکا د نیوجرسي ایالت په «مېټ لایف» لوبغالي کې ترسره کېږي.

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه‌توب کېږي او دا د نړۍوال جام په تاریخ کې لومړی ځل دی چې درې هېوادونه په ګډه د دغو سیالیو کوربه‌توب کوي.

دغه‌راز، په دغو سیالیو کې ۴۸ لوبډلو ګډون کړې و، د اسپانیا او ارجنټاین لوبډلو وکولای شول چې پایلوبې ته لار پیدا کړي.

د چنګاښ په ۲۶مه سپینې ماڼې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام پایلوبه د نیوجرسي ایالت په «مېټ‌لایف» لوبغالي کې له نږدې ننداره کړي.

د یادونې ده، د ارجنټاین ملي لوبډلې درې ځلې د فوټبال نړۍوال جام ګټلې دی، یو ځل یې په ۱۹۷۸ کال کې، دویم ځل یې په ۱۹۸۶ کال کې، درېیم او وروستی ځل یې په ۲۰۲۲ کال کې ګټلې دی او نن شپه به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

دغه‌راز، اسپانیا بیا د فوټبال نړۍوال جام اتلولي یو ځل په ۲۰۱۰ کال کې ګټلې ده.