ژبه

د فوټبال نړۍوال جام؛ مراکش او فرانسه د اتو غوره لوبډلو پړاو ته ووتل

هجرت‌الله کاکړ

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۴

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۴چنګاښ ۱۴۰۵): د مراکش او فرانسې ملي لوبډلو د فوټبال ۲۰۲۶ نړۍوال جام د ۱۶غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې خپلو سیالانو ته له ماتې ورکولو وروسته د دغو سیالیو د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده.

د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب روانې دي.

د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې تېره شپه د مراکش او کاناډا، د فرانسې او پراګوای  لوبډلو ترمنځ لوبې وشوې.

په یادو سیالیو کې یوه لوبه د فرانسې او پاراګوای لوبډلو ترمنځ د امریکا د فیلاډلفیا فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه چې یو پر صفر فرانسې وګټله او په دغو سیالیو کې د اتو غوره لوبډلو «کوارټر فاینل» ته لار پیدا کړه.

د فرانسې لوبډلې د بریا لپاره یوازېنې ګول کېلیان امباپه د لوبې په ۷۰مه دقیقه کې د پنالټۍ له لارې ترلاسه کړ.

د فوټبال نړی‌وال جام سیالیو کې بله لوبه د مراکش او کاناډا ملي لوبډلو ترمنځ د امریکا متحده ایالتونو په هاسټن لوبغالي کې ترسره شوه چې ۳ پر صفر مراکش وګټله او په دغو سیالیو کې یې د ۸ غوره لوبډلو «کوارټر فاینل» ته یې لار ومونده.

د مراکش لوبډلې لپاره عزالدین اوناحي د لوبې په ۵۳مه دقیقه لومړۍ او په ۸۲مه دقیقه کې دویم ګول وواهه، دغه راز سفیان رحیمي د ۹۰+۷ د اضافي وخت په اوومه دقیقه کې د مراکش لپاره درېیم ګول ترلاسه کړ.