کابل (پژواک، ۱۷چنګاښ ۱۴۰۵): د ارجنټاین او سویس ملي لوبډلو د فوټبال ۲۰۲۶ نړۍوال جام د ۱۶غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې خپلو سیالانو ته له ماتې ورکولو وروسته د دغو سیالیو د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده.
د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربهتوب روانې دي.
د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې تېره شپه د ارجنټاین او مصر، د سویس او کولمبیا لوبډلو ترمنځ لوبې وشوې.
په یادو سیالیو کې یوه لوبه د ارجنټاین او مصر لوبډلو ترمنځ وه چې ۳ پر ۲ ارجنټاین وګټله او په دغو سیالیو کې د اتو غوره لوبډلو «کوارټر فاینل» ته لار پیدا کړه.
په یاده لوبه کې د مصر لوبډلې لپاره یاسر ابراهیم د لوبې په ۱۵مه دقیقه کې لومړۍ ګول وواهه او ورپسې مصطفی زیکو د لوبې په ۶۷مه دقیقه کې دویم ګول ترلاسه کړ او د مصر لوبډله ۲ پر صفر له ارجنټاین څخه مخکې شوه.
د ارجنټاین لوبډلې د لوبې په لومړۍ نیمایي هیڅ ګول ترلاسه نه کړ خو د لوبې په ۷۹مه دقیقه کې کریستیان رومېرو لومړۍ ګول وواهه، ورپسې لیونل میسي په ۸۳مه دقیقه کې ګول وکړ او لوبه یې له مصر سره ۲ پر ۲ مساوي کړه.
دغهراز، اینزو فرناندېز د لوبې د اضافي وخت په ۹۲مه دقیقه کې د ارجنټاین لپاره درېیم ګول وواهه او لوبډله یې بریا ته ورسوله.
د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې بله لوبه د سویس او کولمبیا ملي لوبډلو ترمنځ وشوه چې د پنالټې شوټونو له لارې سویس ۴ پر ۳ بریا خپله کړه او په دغو سیالیو کې یې د اتو غوره لوبډلو پړاو «کوارټر فاینل» ته لار ومونده.
یاده لوبه ځکه د پنالټې تر شوټونو ورسېده چې د لوبې تر ۱۲۰ دقیقو اصلي او اضافي وخت تر پایه کومې لوبډلې ګول ترلاسه نه کړ او له هغه وروسته د پنالټیو پرېکړه وشوه او سویس پکې بریا خپله کړه.