کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د فرانسې او انګلستان د فوټبال ملي لوبډلې نن شپه د ۲۰۲۶ نړیوال جام د درېیم مقام په ټاکونکې لوبه کې یو د بل پر وړاندې میدان ته وځي.
د راپورونو له مخې، فرانسې په نیمهپایلوبه کې له هسپانیې څخه دوه پر صفر ماتې وخوړه او پایلوبې ته له رسېدو پاتې شوه؛ انګلستان هم له ارجنټاین څخه دوه پر یو ماتې وخوړه او پایلوبې ته یې لار ونه موندله.
دا لوبه به د فرانسې د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه د دیدیه دشان وروستۍ لوبه وي. هغه د دې لوبډلې تر ۱۴ کلنې روزنې وروسته له خپلې دندې ګوښه کېږي.
فرانسه د دشان تر روزنې لاندې د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام اتله شوه، د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام پایلوبې ته ورسېده او د نړیوال جام په درېیو پرلهپسې پړاوونو کې یې نیمهپایلوبې ته لار وموندله.
تمه ده چې دواړه لوبډلې د سیالیو د ګڼېګوڼې له امله په خپل اصلي ترکیب کې بدلونونه راولي او هغو لوبغاړو ته د لوبېدو فرصت ورکړي چې په تېرو سیالیو کې لږ میدان ته تللي دي.
د نړۍ د درېیمې لوبډلې د معلومېدو ترڅنګ، د طلایي بوټ د ګټلو سیالي هم روانه ده.
د فرانسې بریدګر کیلیان امباپه په اتو ګولونو د دغه لقب له مهمو نوماندانو څخه دی او که د انګلستان پر وړاندې ګول ووهي، کولای شي د ګولوهونکو د جدول په سر کې خپل ځای لا پیاوړی کړي.
د انګلستان لوبغاړي هري کین او جود بلینګهم هم هر یو د شپږو ګولونو په لرلو سره لا هم د دغه لقب د ګټلو چانس لري.
د یادونې ده، د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبه به سبا شپه د ارجنټاین او هسپانیې د ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي او د دغو سیالیو اتله لوبډله به معلومه شي.