ژبه

د ایران توغندیز او ډرون بریدونه؛ اردن کې د امریکا دوه سرتېري وژل شوي

آرشیف/fa.alalam.ir

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۸:۵۶

Views: ۳۱

کابل (پژواک، ۲۷ سرطان ۱۴۰۵): د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د اردن پر اډو د ایران توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو کې د دوی دوه سرتېري وژل شوي، څلور نور ټپیان دي او یو بل نادرکه شوی دی.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بریدونه د جولای په ۱۷مه هغه مهال وشول چې امریکايي او متحد ځواکونه د ایران د بالسټیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو شنډولو په حال کې وو.

سرچینې زیاته کړې چې څلور ټپي شوي پوځیان د درملنې لپاره د اردن روغتونونو ته ولېږدول شول، خو له درملنې او د روغتیايي خدمتونو له ترلاسه کولو وروسته بېرته رخصت او خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې امریکا د ایران د بریدونو له نوې څپې وروسته په رسمي ډول د خپلو ځواکونو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي.

دغه بریدونه وروسته له هغه بېرته پیل شول چې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې د لنډمهاله درولو هوکړه له منځه ولاړه.