ژبه

د فوټبال نړۍوال جام پایلوبې د لیونل مسي او لامین یامال د ۱۹ کاله پخوانی انځور بیا مشهور کړ

Joan Monfort/AP

سهراب سروری

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۱:۱۸

Views: ۵۲

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د فوټبال نړۍوال جام کې د هسپانیا له اتلولۍ وروسته، هغه د ۱۹ کاله پخوانی انځور چې لیونل مسي پکې د یوه خیریه پروګرام پر مهال د شپږ میاشتني لامین یامال د لمبولو په حال کې ښکاري، یو ځل بیا په نړۍوالو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د پام وړ ګرځېدلی دی.

د امریکا ورزشي شبکې اي‌اېس‌پي‌اېن راپور ورکړی چې دغه انځور په ۲۰۰۷ کال کې د هسپانیا د «سپورټ» ورځپاڼې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په ګډه د یوه خیریه پروګرام پر مهال د بارسلونا په لوبغالي کې اخیستی و.

د راپور له مخې، هغه مهال مسي ۲۰ کلن او یامال شپږ میاشتنی ماشوم و.

Joan Monfort/AP

له دې سره هم‌مهاله، د ۲۰۲۶ نړۍوال جام پایلوبه کې د هسپانیا او ارجنټاین ترمنځ د سیالۍ له ترسره کېدو سره، دغه انځور یو ځل بیا په ټولنیزو شبکو او نړۍوالو رسنیو کې به پراخه کچه خپور شو او د فوټبال له تر ټولو ډېرو بحث‌پاروونکو انځورونو وګرځېد.

مسي د جمعې په ورځ د پایلوبې له ترسره کېدو مخکې په یوه خبري غونډه کې د یاد انځور په اړه وویل: «دا یو د نه باور وړ انځور دی؛ هغه مهال چې یامال ماشوم و، ما ورسره عکس اخیستی و او دا چې اوس موږ دواړه په نړۍوال جام کې لوبېږو، رښتیا هم حیرانوونکې خبره ده.»

هغه زیاته کړه: «ژوند همداسې وي.»

مسي د لامین یامال په اړه هم وویل: «هغه اوس مهال د نړۍ له غوره لوبغاړو څخه دی؛ د بریا هیله ورته لرم؛ ځکه د هغه بریا د بارسلونا بریا هم ده.»

د ارجنټاین ملي لوبډلې کپټان زیاته کړه: «هغه یو فوق‌العاده لوبغاړی او نړۍوال ستوری دی، یوازې ۱۹ کاله عمر لري او ټوله مسلکي راتلونکې یې لا په مخکې ده.»

Al Bello/Getty Images

له بلې خوا، له کلونو راهیسې چې لیونل مسي د بارسلونا د ۱۰ شمېرې لباس اغوسته، اوس دغه تاریخي شمېره د لامین یامال پر ځان وي او د خپلو ځلېدونکو لوبو پر مټ یې د بارسلونا د مینه‌والو هیلې بیا راژوندۍ کړې دي.

یامال په هغه لباس کې چې یو وخت د فوټبال د تاریخ د ستر لوبغاړي پر ځان و، په میدان کې ځلېږي او د بارسلونا ډېری مینه‌وال یې په ځانګړې لېوالتیا تعقیبوي؛ داسې لېوالتیا چې د نیوکمپ په لوبغالي کې د مسي د ځلېدونکو ورځو یاد تازه کوي.

بل لور ته، خوان مونفورټ، هغه عکاس چې یاد انځور یې اخیستی، ویلي چې د هسپانیا او ارجنټاین ترمنځ د نړۍوال جام له پایلوبې سره دغه ۱۹ کلن انځور یو ځل بیا د نړۍ پام ځان ته اړولی دی.

هغه وویل: «دا انځور په ټوله نړۍ کې خپور شوی او په امریکا کې د پایلوبې ترسره کېدو ورته لا ډېره پاملرنه راجلب کړې ده. اوس دا کیسه د مسي او یامال د مخامخ کېدو په پایلوبه کې خپل اوج ته رسېدلې او له هر فلم‌لیک څخه غوره ده.»

Hector Vivas – FIFA/FIFA via Getty Images

د هسپانیا د ملي لوبډلې منځني لوبغاړي او د لامین یامال هم‌لوبغاړي میکل مرینو هم ویلي چې په لومړي سر کې یې ګومان کاوه دغه انځور د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وسیله جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه: «دا د نه باور وړ ده چې د نړۍ دوه غوره فوټبالران داسې ګډ انځور ولري.»

هغه انځور چې نږدې دوه لسیزې مخکې د یوه خیریه پروګرام لپاره اخیستل شوی و، اوس د ۲۰۲۶ نړۍوال جام پایلوبه کې د مسي او یامال له مخامخ کېدو سره یو ځل بیا د فوټبال نړۍ له تر ټولو د بحث وړ انځورو ګرځېدلی دی.

Al Bello/Getty Images

د یادونې ده، ۱۹ کلن لامین یامال د ۲۰۲۶ نړۍوال جام پایلوبه کې د لومړي ځل لپاره په ملي سیالیو کې د ۳۹ کلن لیونل مسي پر وړاندې ولوبېد؛ هغه لوبه چې هسپانیا پکې یو پر صفر ارجنټاین ته ماته ورکړه او د نړۍوال جام اتله شوه.

د هسپانیا د فوټبال ملي لوبډلې په دې بریا سره د نړۍوال جام دویمه اتلولي وګټله.

هسپانیا په ۲۰۱۰ کال کې هم په لومړي ځل اتلولي خپله کړې وه.