ژبه

د بښنې نړۍوال سازمان: په کابل کې پر «امید» مرکز د پاکستان برید دې د جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي

هجرت‌الله کاکړ

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۰۰

Views: ۱۵

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د بښنې نړۍوال سازمان وايي، د پاکستان د پوځ د ادعا خلاف یې په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو درملنې له مرکزه د پوځي استفادې په اړه هيڅ شواهد نه دي موندلي او غوښتنه یې کړې چې دغه برید دې د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي.

د بښنې نړۍوال سازمان پرون (سه‌شنبه) د یوه راپور په خپرولو ویلي چې پر «امید» مرکز د پاکستان په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي.

دغه برید د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په ۲۵مه شپه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د امید په نوم د روږدو درملنې پر مرکز وشو.

دغه سازمان ویلي چې د دې څېړنې لپاره یې له ۶۰ ډېر انځورونه او ویډیوګانې او د سپوږمکۍ له ۳۰ ډېر انځورونه څېړلي او له ۱۱ کسانو سره چې د «امید» مرکز پخواني او اوسني او د ابن‌سینا روغتون کارکوونکي او د قربانیانو د کورنیو غړي پکې شامل دي، مرکې کړې دي.

د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ، داسې هيڅ شواهد نه دي ترلاسه شوي چې د پاکستان د پوځ هغه ادعا تایید کړي چې ګواکې د برید پر مهال په دغه مرکز کې وسلې او مهمات ساتل کېدل یا د پوځي موخو لپاره ترې استفاده کېده.

د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا برخې سرپرستې ایزابل لسي ویلي: «پر امید مرکز برید د نړۍوال بشردوستانه قانون جدي نقض دی او کېدای شي جنګي جرم وبلل شي.»

هغې زیاته کړې چې د روږدو درملنې د یوه مرکز په توګه د دغه مرکز د فعالیت په اړه معلومات له څه باندې یوې لسیزې راهیسې له خلکو سره وو او پر دغه مرکز برید د پاکستان له خوا په پوځي پلان جوړونه کې د جدي ناکامۍ ښکارندويي کوي.

د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې د دغه مرکز د په نښه کولو د پرېکړې د څرنګوالي په اړه شفافه، هر اړخیزه، خپلواکه او بې‌طرفه څېړنه وکړي او پایلې یې خپرې کړي.

دغه سازمان همداراز د هغو کسانو د قانوني تعقیب غوښتنه کړې چې د کافي شواهدو د موجودیت په صورت کې یې په دغه برید کې جنايي مسؤولیت ثابت شي.