ژبه

په نیمروز کې د ۹۴۰ کسانو د ناقانونه لېږد مخنیوی او د ناقانونه کیندنو په تور د ۱۳ کسانو نیول

شیما صدیقي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵:۴۹

Views: ۱۶

زرنج (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د نیمروز امنیه قومانداني وایي، ۱۳ کسان د دغه ولایت د تاریخي ابداتو د ناقانونه کیندنو په تور نیول شوي او امنیتي ځواکونو په تېره چنګاښ میاشت کې ګاونډیو هېوادونو ته د ۹۴۰ کسانو د ناقانونه لېږد مخه نیولې ده.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګل‌محمد قدرت پژواک ته وویل چې دغه ۹۴۰ کسان د امنیتي ځواکونو د ګزمو پر مهال پېژندل شوي دي.

هغه وویل، د دغو کسانو د ناقانونه لېږد په تړاو ۳۴ عرادې موټر هم نیول شوي دي.

ده دا ونه ویل چې دغه کسان کوم هېواد ته لېږدول کېدل؛ خو نیمروز په لوېدیځ کې له ایران سره ګډه پوله لري او په سوېل کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره نښتی دی.

هغه زیاته کړه، د نیمروز امنیې قومانداني د انسان قاچاق د مخنیوي په موخه د اسلامي امارت د مشر صادر شوی فرمان عملي کوي او قاچاق‌کوونکو ته به اجازه ورنه کړي چې خلک په ناقانونه توګه ولېږدوي.

ده وویل، د صادر شوي فرمان له مخې، هغو کسانو ته چې د انسان قاچاق په جرم محکوم شي، د قضیې د نوعیت له مخې له یوه تر درېیو کلونو د بند سزا په پام کې نیول شوې ده.

د ناقانونه کیندنو په تور د ۱۳ کسانو نیول

دغه راز د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل، ۱۳ کسان د دغه ولایت د تاریخي ابداتو په سیمو کې د ناقانونه کیندنو په تور نیول شوي او د نورو څېړنو لپاره د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته سپارل شوي دي.

هغه د کیندنو د ځای او وخت، د اړوندو تاریخي ابداتو او د دغو کسانو د نیولو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات ورنه کړل.