ژبه

خیبر پښتونخوا کې پر یوه امنیتي پوسته برید؛ د پولیسو په ګډون ۱۴ پاکستاني نظامیان وژل شوي 

احمد صهیب حسرت

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۸

Views: ۱۹

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۵): د پاکستان پوځ وایي، د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ پر یوه امنیتي پوسته موټربم او وسله‌وال برید کې د پولیسو په ګډون ۱۴ نظامیان، یو پخوانی دولتي ملکي کارکوونکی او ۱۲ بریدګر وژل شوي دي.

جیونیوز د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په حواله راپور ورکړی چې برید وړمه شپه هغه مهال وشو چې وسله‌والو غوښتل امنیتي پوستې ته ننوځي، خو هلته مېشتو ځواکونو یې مخه ونیوه.

د خبرپاڼې له مخې، بریدګر د شاتګ پر مهال تعقیب شول چې په پایله کې یې ۱۲ کسان ووژل شول.

سرچینې زیاته کړې چې وروسته بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوستې له احاطوي دېوال سره وجنګاوه چې له امله یې د پوستې ودانۍ او تاسیساتو ته سخت زیان واوښت او ۱۵ کسان چې ۱۲ سرتېري، دوه پولیس او د ځنګلونو د پخوانۍ ادارې یو کارکوونکی پکې شامل دي، ووژل شول.

د الجزیرې د راپور له مخې، تحریک طالبان پاکستان (TTP) ویلي چې دغه برید د دوی د څلورو کسانو له خوا ترسره شوی دی.

خیبر پښتونخوا په وروستیو کلونو کې د وسله‌والو بریدونو د زیاتېدو شاهد دی او ټانک ولسوالي هم له هغو سیمو ده چې څو امنیتي پېښې په کې ثبت شوې دي.