کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۵): د پاکستان پوځ وایي، د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ پر یوه امنیتي پوسته موټربم او وسلهوال برید کې د پولیسو په ګډون ۱۴ نظامیان، یو پخوانی دولتي ملکي کارکوونکی او ۱۲ بریدګر وژل شوي دي.
جیونیوز د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په حواله راپور ورکړی چې برید وړمه شپه هغه مهال وشو چې وسلهوالو غوښتل امنیتي پوستې ته ننوځي، خو هلته مېشتو ځواکونو یې مخه ونیوه.
د خبرپاڼې له مخې، بریدګر د شاتګ پر مهال تعقیب شول چې په پایله کې یې ۱۲ کسان ووژل شول.
سرچینې زیاته کړې چې وروسته بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوستې له احاطوي دېوال سره وجنګاوه چې له امله یې د پوستې ودانۍ او تاسیساتو ته سخت زیان واوښت او ۱۵ کسان چې ۱۲ سرتېري، دوه پولیس او د ځنګلونو د پخوانۍ ادارې یو کارکوونکی پکې شامل دي، ووژل شول.
د الجزیرې د راپور له مخې، تحریک طالبان پاکستان (TTP) ویلي چې دغه برید د دوی د څلورو کسانو له خوا ترسره شوی دی.
خیبر پښتونخوا په وروستیو کلونو کې د وسلهوالو بریدونو د زیاتېدو شاهد دی او ټانک ولسوالي هم له هغو سیمو ده چې څو امنیتي پېښې په کې ثبت شوې دي.