ژبه

نیویارک کې د اورلګېدنې له امله ۲۱ کسان ټپیان شوي

احمد صهیب حسرت

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۰۰

Views: ۱۷

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د نیویارک ښار په کویینز سیمه د پراخې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان چې ۱۹ یې د اوروژنې کارکوونکي دي، ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه اور پر ځايي وخت د شنبې سهار شاوخوا ۱۰ بجې د «کالج پوینټ بولیوارډ» ته څېرمه په یوه استوګنیز کور کې ولګېد او وروسته دوو نږدې ودانیو ته هم وغځېد.

د نیویارک د اوروژنې ادارې ویلي چې ۱۹ ټپیان شوي اوروژونکي د درملنې لپاره سیمه‌ییزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ټپیانو ژوند له ګواښ سره نه دی مخ؛ خو پنځو اوروژونکو له منځنیو تر سختو ټپونو پورې زیانونه لیدلي او د یوه یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د چارواکو په خبره، د هغې ودانۍ یو شمېر اوسېدونکي چې اور ترې پیل شوی و، د ژغورنې ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.

تر اوسه د اورلګېدنې لامل نه دی معلوم شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي.