ژبه

رییس‌الوزراء د اوزبېکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل

احمد صهیب حسرت

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۰

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۴ زمري ۱۴۰۵): د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال د ا.ا له ريیس‌الوزراء سره په لیدنه کې ویلي چې کابل ته د دغه هېواد د ګڼ‌کسیز سوداګریز پلاوي سفر د دغه هېواد د ولسمشر په سپارښتنه شوی او موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پیاوړتیا ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ريیس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند نن له غرمې مخکې د اوزبېکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف سره – چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی – په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

هغه لیکلي، د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، افغانستان ته یې له وزیرانو، معینانو، سوداګرو او پانګه‌والو جوړ د دغه ګڼ‌کسیز پلاوي سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په موخه شوی دی.

هغه ویلي، افغانستان د اوزبېکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او د دغه هېواد د ولسمشر شوکت میرضیایوف په سپارښتنه د دغه لوی پلاوي د سفر اصلي هدف دا دی چې د پانګونې او سوداګرۍ برخو کې د شوو ژمنو عملي کار پیل او دواړه هېوادونه یې پایلې وګوري.

جمشید خواجه‌یوف ویلي،  تېر کال یې هیواد ته د افغانستان مجموعي صادرات ۱۵۰ میلیون ډالره وو  خو د روان کال له پيله تر اوسه اوزبېکستان ته د افغانستان صادرات ۱۱۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي او تمه شته چې د کال تر پایه دغه کچه نوره هم زیاته شي.

د ده په خبره، اوزبېکستان تر اوسه افغانانو ته ۵ زره ویزې ورکړې او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستي او اقتصادي اړیکو د پراختیا ښودنه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزراء  ملا محمدحسن اخند هم اوزبېکستاني پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او دغه سفر یې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم یاد کړی دی.

هغه ویلي، د اوزبېکستان د پلاوي سفر او د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان پر راتلونکي د یاد هیواد د باور لویه نښه ده.

ريیس‌الوزرا د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال ته ډاډ ورکړی چې افغانستان له یاد ورور او دوست هېواد سره د اړیکو پر پیاوړتیا خوښ او د شوو ژمنو تطبیق ته بشپړ ژمن دی.