کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې پرلهپسې شپې لپاره پر ایران بریدونه درولي، څو ډیپلوماتیکو هڅو ته لا ډېره زمینه برابره شي؛ هممهاله ایران هم په سیمه کې پر امریکايي اډو د بریدونو درولو خبر ورکړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز پرون (یکشنبه) له فاکس نیوز سره خبرو کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې پرلهپسې شپې لپاره پر ایران بریدونه درولي، څو ډیپلوماتیکو هڅو ته د لا زیاتو فرصت برابرېدو زمینه برابره شي.
هغه ویلي: «ولسمشر خبرو اترو ته فرصت ورکوي او د مذاکراتو بهیر ته یې لږ وخت ورکړی دی.»
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ټرمپ اوس مهال د جګړې له پراخولو ډډه کړې؟ ویلي: «زه داسې برداشت نه لرم؛ ولسمشر ټول انتخابونه پر مېز اېښي دي.»
له دې سره هممهاله، د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمينیا هم په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي چې تهران د دغه اقدام په غبرګون کې په سیمه کې پر امریکايي اډو خپل «غچاخیستونکي بریدونه» درولي دي.
هغه زیاته کړې چې په تېرو ۱۵ ورځو کې د ایران د پوځ ستراتیژي د امریکا پر وړاندې «غچاخیستونکې» وه، څو «د امریکایانو د ژمنې د دوامداره ماتولو» مخه ونیول شي.
اکرمينیا زیاته کړې چې پوځ هڅه کړې څو امریکا «د تفاهملیک د مادو منلو» ته اړه کړي.
د یادونې ده، دغه وقفه پر ایران د امریکا له نږدې دوو اونیو ورځنیو بریدونو او په سیمه کې پر امریکايي اډو د ایران له متقابلو بریدونو وروسته رامنځته شوې ده.