ژبه

غزني کې ۲۱۷ کیلوګرامه تریاک کشف او ترلاسه شوي

واحد الله جمعه زاده

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳:۴۵

Views: ۸

غزني‌ښار (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د لویو لارو ساتونکو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۱۷ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې یاد نشه‌یي توکي په یوه فورنر موټر کې ځای پر ځای شوي او قاچاق‌کوونکو غوښتل چې دغه توکي له بدخشانه هلمند ته ولېږدوي.

سرچینه زیاتوي چې د پېښې عاملين له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو د امنیتي ځواکونو له لوري یې د موندلو او نیولو هڅې روانې دي.