کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د جون میاشتې په وروستیو کې د موسمي بارانونو له پیلېدو راهیسې، د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰۷ کسان مړه، ۳۴۴ نور ټپیان او سلګونه کورونه زیانمن شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې (NDMA) ویلي، په خیبرپښتونخوا کې د ۵۵ کسانو په مړینې سره تر ټولو ډېر تلفات ثبت شوي او له هغه وروسته پنجاب د ۳۶ مړو په لرلو دویم ځای لري.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، له نیمایي ډېرو قربانیانو د کورونو او ودانیو د چتونو د نړېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې لیکلي چې د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې چارواکو د تخلیه شوو کورنیو لپاره لږ تر لږه ۱۷ بیړني استوګنځي جوړ کړي دي.
دغه راز، د پنجاب د اوبو لګولو ادارې یوه چارواکي د سېلابونو وضعیت «ډېر اندېښمنوونکی» بللی او ویلي یې دي چې د لاهور او ګوجرانوالې شاوخوا ۴۰۰ مربع کیلومتره سیمې اوبو لاندې کړې دي.
د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز شریف ویلي، د ژغورنې او بیړنیو خدمتونو ډلې په ټول ایالت کې د اوبو ایستلو او زیانمنو شوو کسانو ته د مرستې رسولو لپاره چمتووالی نیولی دی.
د پاکستان د هواپېژندنې ادارې ویلي چې تر سېشنبې پورې د پراخو سېلابونو د رامنځته کېدو احتمال نشته، خو له چهارشنبې ورځې به په اسلاماباد، د پنجاب په لوړو سیمو، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر، خیبرپښتونخوا او ګلګتـبلتستان کې د بارانونو نوې څپه پیل شي.
د یادې ادارې په وینا، د راوي سیند د اوبو کچه دا مهال د «منځني سېلاب» په حالت کې ده، خو په نورو لویو سیندونو کې د اوبو بهیر عادي یا ټیټ دی.
پاکستان هر کال د موسمي بارانونو په موسم کې، چې معمولاً تر سپټمبر میاشتې دوام کوي، له سختو بارانونو، سېلابونو او پراخو ځاني او مالي زیانونو سره مخ کېږي.