کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): د ننګرهار ولایت مقام وایي چې د مرکز جلالاباد ښار نهمې ناحیې مربوطاتو کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د ننګرهار د ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د جلالاباد ښار د نهمې ناحيې اړوند په سرخديوال سيمه کې شوې ده.
سرچینه زیاتوي: «د بختيار په نوم يوه لس کلن ماشوم چې په ياده سيمه کې يې مالونه څرول، یوه زړه مرمۍ پیدا کړې وه، لوبې یې پرې کولې چې پرې چاودېدلې او شهید شوی دی.»
امنیې قوماندانۍ لیکلي چې په دې پېښه کې يو بل نهه کلن ماشوم ټپي شوی چې د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته لېږدول شوی دی.