کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په کابل کې د افغانستان او اوزبېکستان سوداګریز فورم چې د دواړو هېوادونو د شاوخوا ۶۰۰ سوداګرو، پانګهوالو او چارواکو په ګډون جوړ شوی و، د ۲۲ سوداګریزو هوکړهلشیکونو په لاسلیک کېدو سره پای ته ورسېد.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (سهشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه فورم کې د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي، د اوزبېکستان د ترانسپورټ او کانونو وزیرانو، د فرغانې والي، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو رییسانو او د افغانستان او اوزبېکستان څه باندې ۳۰۰ ـ ۳۰۰ سوداګرو او پانګهوالو ګډون کړی و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې سیدکریم هاشمي په خپله وینا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او دغه فورم یې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې برخو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.
سرچینه کاږي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه تر پنځه میلیارد ډالرو ورسېږي او ترڅنګ یې د ترانزیټ بهیر پر اسانتیا او د لوژستیکي زیربناوو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د خبرپاڼې له مخې، دغهراز د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف د خپل هېواد له سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو ګټه واخلي او د لوژستیکي مرکزونو د جوړولو، د ترجیحي تعرفو کمولو او د انرژۍ، کرنې او صنعت برخو کې د پانګونې په اړه یې د اوزبېکستان د حکومت له پلانونو خبر ورکړ.
سرچینې زیاته کړې چې نوموړي همدارنګه د افغانستان د پنبې برخه کې پر پانګونه او له دغه هېواد څخه د کال د ۱۰۰ زره ټنه پنبې پر پېرلو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې دغه فورم د دواړو هېوادونو د شرکتونو او بنسټونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ۲۲ سوداګریزو هوکړهلیکونو په لاسلیکولو سره پای ته ورسېد.