ژبه

ننګرهار کې د خونې چت لوېدو له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي

ولي محمد شینواری

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۱۲

Views: ۲۱

جلال‌اباد (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۵): د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ورښتونو له امله د یوې خونې د چت لوېدو پېښه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د شینوارو ولسوالۍ د مارکو بازار په سیمه کې شوې ده.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی، درې ماشومان او یوه ښځه ټپيان شوي دي.

دی وایي چې دغه پېښه د سختو بارانونو له امله شوې ده او ټپیان روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.