کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۵):چارواکي وایي، لږ تر لږه نهه کسان وروسته له هغه مړه شول چې د کډوالو لویې ډلې له مراکش څخه د شمالي افریقا په سئوتا کې د اسپانیا تر واک لاندې سیمې ته له پولې واوښتل.
دغه مرګژوبله داسې مهال رامنځته شوې چې د سئوتا حکومت ویلي، په تېرو لسو ورځو کې له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې کډوال دغې سیمې ته ننوتلي دي.
باور کېږي چې د پنجشنبې په ورځ سلګونه نور کډوال هم سئوتا ته اوښتي دي. له دې وروسته د سیمې مشر خییسوس ویواس وضعیت «بشپړ بشري او ټولنیز بېړنی حالت» وباله او د اسپانیا له حکومت څخه یې وغوښتل چې د پولې په اوږدو کې د کنټرول د ټینګولو لپاره پوځیان واستوي.
د اسپانیا د کورنیو چارو وزارت د ملي بېړني حالت د اعلان غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې د دغه هېواد حقوقي چوکاټ د کډوالۍ پر کړکېچونو نه عملي کېږي.
خو وزارت ویلي چې سیمې ته به اضافي امکانات او ځواکونه ولېږل شي. وروسته یې اعلان وکړ چې د پولې د امنیت د پیاوړتیا لپاره به ۶۰ پوځیان وګومارل شي.
په خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې ځینو کډوالو سئوتا ته د ننوتلو پر مهال «ژوندۍ دې وي اسپانیا!» شعار ورکاوه. ډېری دغه کسان د مراکش له ساحل څخه د بادي وسایلو په مرسته د سمندر له لارې سیمې ته رسېدلي وو.
اسوشیټډ پرېس خبري اژانس ویلي، د کډوالو ډلې لیدل شوې چې د څپو ماتونکو دیوالونو له لارې سیمهییزو سړکونو ته روانې وې. د اسپانیا اېفای خبري اژانس بیا راپور ورکړی چې ځینې نور کډوال د پولې پر کټارو له اوښتو وروسته د وچې له لارې سئوتا ته ننوتلي دي.
د کډوالو د حقونو فعال زکریا زروقي رویټرز ته ویلي، د کډوالو وروستی بهیر د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې له وضعیت سره ورته دی؛ هغه مهال شاوخوا لس زره مراکشي او د افریقا د صحرا سوېل سیمو کډوال په څو ورځو کې سئوتا ته ننوتلي وو.
زروقي وویل: «تر دې شېبې وضعیت لا هم له کنټروله وتلی دی.»
هغه زیاته کړه چې کډوال لا هم د مراکش په فنیدق ښار کې راټولېږي او هڅه کوي سئوتا ته واوړي.