ژبه

د پکتیا په احمدابا کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

محمديوسف منګل

۱۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲:۱۴

Views: ۱۳

خوست‌ښار (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۵): د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ  په وچ غړک سیمه کې د ځايي خلکو له خوا د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړولو کمېټې غړي حاجي صادق خاکسار وویل چې د احمدابا ولسوالۍ د وچ غړک سیمې د «محمود کلا منځني» ښوونځي جوړولو دا پروژه د معارف د ټاکل شوو معیارونو له مخې پلې شوې چې اته درسي خونې او د څښاک پاکو اوبو څاه لري او ټول لګښت یې له یو میلیون افغانیو اوښتی دی.

هغه زیاته کړه، د پروژې ټولې مالي چارې د شپږکسیزې کمېټې له خوا په شفاف او دقیق ډول مدیریت شوې دي.

دغه‌راز د یادې کمېټې بل غړي ډاکټر عبدالمجید وویل، سره له دې چې د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوې، خو لا هم د درسي تجهیزاتو، کتابونو، کتابچو، قرطاسیې او د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «زموږ د ښوونځي د تختې څخه نيولې تر کتاب، کتابچې او قرطاسيې، دې هر څه ته زموږ ضرورت دی، دلته د استادانو کمبود هم دی.»

بلخوا، د پکتیا د پوهنې رییس عبدالقیوم فاروقي د ودانۍ د پرانیستې مراسمو کې وویل، د خلکو له لوري د ښوونیزو بنسټونو ملاتړ د ستاینې وړ دی او دا پروژه د ولس د همکارۍ یو ښه بېلګه ده.

هغه زیاته کړه: «په پکتیا کې ځايي اوسېدونکي او مسافر یوازې د ښوونځیو ودانۍ نه جوړوي، بلکې ځینو ښوونځیو ته کمپیوټر، لابراتوارونه، درسي خونې، احاطوي دېوالونه، د اوبو اسانتیاوې او د برېښنا سیسټمونه هم برابروي او جوړوي.»

د نوموړي په خبره، یوازې د ۱۴۰۵ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د خلکو له لوري د پوهنې له ادارو سره د شاوخوا ۱۷ میلیون افغانیو په ارزښت همکاري شوې چې دا د پوهنې د پیاوړتیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

د یاد ښوونځي یو زده‌کوونکی زین‌الله وایي چې پخوا دغه ښوونځي ودانۍ نه درلوده، د باد باران او ګرمۍ پر مهال به دوی له سختو ستونزو سره مخ وو.