ژبه

پکتیا کې لسګونه میله بېلابېل ډول وسلې کشف او ترلاسه شوې دي

محمديوسف منګل

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳:۵۱

Views: ۱۱

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ او د ګردېز – زرمت پر لویه لار ۴۷ میله بېلابېل ډ‌ول وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.

د پکتیا امنیې قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د خالد بن ولید قطعې ځواکونو د ګردېز – زرمت پر لویه لار ۳۰ تومانچې او ۱۳ کلاشنکوفونه کشف او ضبط کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه‌راز د ډنډپټان ولسوالۍ په ناري سیمه کې هم دوه کلاشینکوفونه، یو M16، یو میل نارنجک‌وېشتونکی، د M4 پنځه زره مرمۍ، د کلاشینکوف ۹۰۰ مرمۍ، شپږ د نارنجک مرمۍ، د پیکا ۲۵۰ مرمۍ، د پیکا د مرمیو یوه بکسه او د کلاشینکوف ۲۲ شاجورونه نیول شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي، له دغو وسلو سره په تړاو دوه کسان هم نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.