ژبه

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو  نړۍوالو لوبو لړۍ سبا پیلېږي

هجرت‌الله کاکړ

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵:۳۰

Views: ۱۱

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې سبا خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به سبا د افغانستان پر وخت د ماسپښین دوه بجې او ۱۵ دقیقې د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبه په ایرلنډ کې ترسره کېږي.

دغه‌راز، افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د اګسټ په اوومه، درېیمه د اګسټ په لسمه، څلورمه د اګسټ په دوولسمه او پنځمه او وروستۍ لوبه د همدې میاشتې په پنځلسمه د ایرلنډ پر وړاندې ترسره کړي.