شبرغان (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې یوې خیریه موسسې د جوزجان ولایت په لرو پرتو کلیو کې د څښاک پاکو اوبو د وېش لړۍ پیل کړې، د دغو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د پرلهپسې وچکالیو له امله یې د څاګانو اوبه وچې یا مالګینې شوې او د کارولو وړ نه دي؛ هغوی د اوبو د وېش پروګرام پراخېدو او دوام غوښتنه کوي.
د اقلیم بدلون او پرلهپسې وچکالیو په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو او د جوزجان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اوبو کمښت رامنځته کړی دی.
د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي، په ځانګړې توګه کروندګر تل د اوبو له کمښته شکایت کوي او وایي چې د دغه ولایت په ځینو لرو پرتو کلیو کې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو له امله د څاګانو اوبه مالګینې شوې او د څښلو وړ نه دي.
د یادونې ده چې «د مدنیت خیریه بنسټ» له تېرو دوو میاشتو راهیسې د جوزجان د مرکز شبرغان ښار او د دغه ولایت د یو شمېر ولسوالیو په لرو پرتو کلیو کې د څښاک پاکو اوبو د وېش پروګرام پیل کړی دی.

د چغچي کلا کلي کې د مالګینو اوبو ستونزه
د شبرغان ښار د «چغچي کلا» کلی چې لسګونه کورنۍ پکې اوسېږي، د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي. وچې او چاودلې ځمکې او وچې شوې ونې په دې سیمه کې د اوبو د سخت کمښت څرګندې نښې دي.
د اوړي په یوه ګرمه ورځ، د اوبو ټانکر دغه کلي ته د اوبو د وېش لپاره راځي؛ د ټانکر د غږ په اورېدو ماشومان، ځوانان او مشران له خپلو کورونو له ژېړو بوشکو سره راوځي او په کتارونو کې درېږي، څو د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړي. هغوی وایي، د کلي موجودې اوبه مالګینې او د کارولو وړ نه دي.

د دغه کلي یوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وویل، په وروستیو څو کلونو کې یې د سیمې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې، ډېرې څاګانې وچې شوې او له ځینو نورو څاګانو مالګینې اوبه راوځي چې نه د څښلو او نه هم د جامو مینځلو لپاره مناسبې دي.
هغه وویل: «په ژمي کې تر یوه بریده د باران له اوبو استفاده کوو، خو په اوړي کې د اوبو له سخت کمښت سره مخ کېږو. ډېرې کورنۍ اړې وې چې د څښاک اوبو لپاره اوږده واټنونه ووهي یا له ناپاکو اوبو استفاده وکړي چې د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو خطر یې زیات کړی و او ډېرې کورنۍ ناروغې شوې وې.»
نوموړي د مدنیت خیریه بنسټ له خوا د څښاک اوبو د وېش پروګرام ستاینه وکړه او ویې ویل: «که په دې کلي کې نوې څاه هم وکیندل شي، اوبه یې مالګینې وي او خلک یې د څښلو لپاره نه شي کارولی.»
له بلې خوا، د سیمې یو بل اوسېدونکی اللهمراد وایي، له کلونو راهیسې د دې سیمې خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او ډېرې کورنۍ اړې دي چې هره ورځ د څښاک اوبو برابرولو لپاره څو کیلومتره مزل وکړي.
هغه وویل: «ډېری اوبه چې ترلاسه کوو، مالګینې یا ناپاکې وي او کارول یې، په ځانګړي ډول ماشومانو او سپینږیرو ته ګڼې روغتیايي ستونزې پیدا کوي. موږ دا مالي توان هم نه لرو چې هره ورځ پاکې اوبه وپېرو.»
هغه په دغه کلي کې د مدنیت خیریه بنسټ له خوا د ټانکرو په وسیله د اوبو وېش ته په اشاره وویل: «له هغه وخته چې مدنیت بنسټ د څښاک پاکو اوبو وېش پیل کړی، وضعیت تر ډېره ښه شوی؛ خلک ډېر خوښ دي او اوس زموږ ماشومان هم لږ ناروغېږي.»

هغه د یاد بنسټ او نورو مرستندویو ادارو له مسوولینو وغوښتل چې دا ډول پروګرامونه نور هم پراخ کړي، څو خلک د څښاک اوبو له کمښت سره مخ نه شي.
د مدنیت خیریه بنسټ: څلور زره کورنیو ته اوبه وېشل شوې دي
د «مدنیت خیریه بنسټ» استازي محمود رسولي پژواک ته وویل، دغه بنسټ د شبرغان ښار او د جوزجان د یو شمېر ولسوالیو د لرو پرتو کلیو د اوسېدونکو د اوبو د کمښت ستونزې هواري لپاره دوه میاشتې مخکې د ټانکرو له لارې د اوبو د وېش پروګرام پیل کړی دی.
هغه وویل، د بنسټ ډلې هره ورځ د اقچې، خواجهدوکوه، قوشتپې او شبرغان ښار اړوندو هغو کلیو ته ځي چې د مالګینو اوبو له ستونزې سره مخ دي او خلکو ته خوږې اوبه وېشي.

رسولي زیاته کړه، په اړمنو سیمو کې د اوبو د وېش لړۍ لا هم روانه ده او هڅه کېږي چې لا ډېرې کورنۍ تر دغه پروګرام لاندې راولي.
هغه وویل: «زموږ موخه دا ده چې بېوزلو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړو. په ډېرو لرو پرتو سیمو کې موجودې اوبه مالګینې دي او د څښلو لپاره مناسبې نه دي؛ له همدې امله مو د بېړنۍ حللارې په توګه د پاکو اوبو وېش پیل کړی دی.»
د هغه په وینا، د دغه پروګرام په پیل سره د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي ستونزه تر ډېره کمه شوې او د پاکو اوبو کارول د ککړو اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو خطر هم راکموي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه پروګرام له پیله تر اوسه څلور زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه وېشل شوې او دا لړۍ لا هم دوام لري.