ژبه

سعودي د نورستان سېلاب‌ځپلو لپاره د خوراکي توکو ۵۰۰ کڅوړې سرې میاشتې ته وسپارلې

Ahmad sohaib

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹:۲۴

Views: ۲۶

کابل (پژواک، ۱ زمري ۱۴۰۵): د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د نورستان له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د خوراکي توکو زر کڅوړې برابرې کړي او له دې ډلې یې ۵۰۰ نن د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارلې.
د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د مطبوعاتو مسوول عبدالله مرادي د معلوماتو له مخې، په یاده هره کڅوړه کې۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه کیلوګرامه لوبیا، پنځه کیلوګرامه بوره، پنځه ه لیټره غوړي او پنځه کیلوګرامه وریجې شاملې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن، سرې میاشتې ته د ۵۰۰ کڅوړو مرستې د سپارلو په مراسمو کې وویل چې د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز په ټوله کې د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره زر کڅوړې مرسته کړې ده.
ده وویل چې ۵۰۰ پاتې کڅوړې به هم په راتلونکو پړاوونو کې د افغاني سرې میاشتې ته وسپاري تر څو له لارې یې سېلاب‌ځپلو ته ورسول شي.‌‎‌
د راپورونو له مخې، وړمه ورځ د نورستان ولایت په مرکز پارون او شاوخوا سیمو کې د راوتلو سېلابونو له امله د دغه ولایت د ښاروال او د کنډک قوماندان په ګډون ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.
په کابل کې د سعودي عربستان د سفیر مرستیال، استاد علي بن محمد الحصان په نننیو مراسمو کې وویل چې نورستان کې د سېلاب له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې او زیانونو له امله د سعودي عربستان د پاچا د خواخوږۍ او تسلیت مراتب د افغانستان ولس ته وړاندې کوي.
هغه وویل:«موږ د هغو کسانو لپاره چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی، له الله تعالی څخه د مغفرت او رحمت دعا کوو او ټپیانو ته د بشپړې او ژر روغتیا هیله لرو.»
په همدې مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن وویل چې سعودي عربستان تل د افغانستان د طبیعي پېښو پر مهال د افغانانو ترڅنګ ولاړ پاتې شوی دی.
حافظ عزیزالرحمن ټینګار وکړ چې طبیعي پېښې باید له سیاسي موضوعاتو جلا وساتل شي.
هغه وویل: «بشري ناورینونه باید سیاسي نه شي. له ټولو نړیوالو بشري مرستندویه ادارو غواړو چې په داسې سختو شرایطو کې له افغانانو سره خپلې مرستې دوامدارې وساتي.»
ده زیاته کړه چې د نورستان د سېلابونو له رامنځته کېدو وروسته، افغاني سرې میاشتې له هغو نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره بېړنۍ غونډه کړې چې د دې ټولنې په چوکاټ کې فعالیت کوي او یو شمېر دغو ادارو د خپلو امکاناتو په کچه د مرستو ژمنه کړې ده.