ژبه

کابل کې د «امید سبز» ښارګوټي ځمکه امارتي تثبیت شوه

هجرت‌الله کاکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۳

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي چې په کابل کې د «امید سبز» ښارګوټي څه باندې ۱۵۰۰ جریب ځمکه د اختصاصي محمکې د شرعي پرېکړې پر بنسټ امارتي تثبیت شوې او پېرودونکي (اوسني متصرفین) کولای شي د ځمکې د بیې او زیان ترلاسه کولو لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي.

عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د روان کال د وري میاشتې په ۳۱مه د کابل ښار په شپږمه او دیارلسمه ناحیو کې د «امید سبز» ښارګوټي په نوم د ۱۵۰۷.۴۹ جریب ځمکې په اړه د بېلابېلو ادارو د اسنادو، مدارکو او معلوماتو له دقیقې بررسۍ وروسته پرېکړه وکړه چې یاده ځمکه امارتي ده.

سرچینې زیاته کړې، د یادې پرېکړې پر بنسټ، دا ځمکه په پنځو کادستري قطعو کې د دولت په نوم ثبت او سروې شوې او حقیقي یا حکمي اشخاصو ته نه ده لېږدول شوې.

عدلیې وزارت  لیکلي، د اختصاصي محکمې په دې شرعي پرېکړه کې راغلي چې یاده ځمکه دې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپارل شي او پېرودونکي (اوسني متصرفین) کولای شي د ځمکې د بیې او زیان ترلاسه کولو لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، له همدې امله، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون، د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړو پر پلي کولو مکلف دی.

دغه وزارت لیکلي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د هېواد په کچه ټول ښارګوټي تر بررسۍ لاندې نیولي چې ځینې یې امارتي تثبیت شوي او د نورو ښارګوټو پر دوسیو هم کار روان دی.