غزنيښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵) د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د «سپيده داغ» په نوم یوې سیمهییزې راډیو له څو میاشتو ازمایښتي خپرونو وروسته نن چهارشنبه خپل رسمي نشرات پیل کړل.
د راډیو د پرانیستې مراسمو کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالله منصور، د اندړو ولسوال مولوي غلام رسول انس، د راډیو مسوولینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، فرهنګي او ټولنیزو شخصیتونو او ځوانانو ګډون کړی و.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالله منصور مراسمو ته وویل، رسنۍ د عامه پوهاوي، سالمو معلوماتو خپرولو او د ټولنې د فکري ودې برخو کې مهم رول لري.
هغه وویل، رسنۍ باید خپل فعالیتونه د نافذه قوانینو او رسنیزو اصولو په چوکاټ کې ترسره کړي او په خپلو خپرونو کې اسلامي، ملي او ټولنیزو ارزښتونو ته پاملرنه ولري.
د سپېده داغ راډیو مسوول مدیر کشمیر اندړ وویل، دغې راډیو له څو میاشتو ازمایښتي خپرونو وروسته خپل رسمي نشرات پیل کړل.
هغه زیاته کړه، د راډیو ډېری خپرونې به ښوونیزې او تعلیمي وي، خو ترڅنګ به خبري، دیني، ورزشي او ټولنیز پروګرامونه هم خپروي.
د نوموړي په وینا، سپېده داغ راډیو هڅه کوي د سیمې د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو او زدهکوونکو د اړتیاوو له مخې اغېزناک او ګټور پروګرامونه وړاندې کړي.
د اندړو ولسوالۍ ولسوال مولوي غلامرسول انس هم په خپلو خبرو کې د سیمهییزو رسنیو رول مهم وباله او ویې ویل، رسنۍ د خلکو او ادارو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د عامه پوهاوي په لوړولو کې اغېزناک رول لري.
نوموړي هیله وښوده چې سپېده داغ راډیو به د مسلکي او باکیفیته خپرونو له لارې د سیمې د خلکو اړتیاوو ته مناسب ځواب ووایي.
سپېده داغ راډیو په اندړو ولسوالۍ کې په داسي حال کې فعالیت پیلوي، چې په غزني ولایت کې له دې وړاندې هم یو شمېر غږیزې، چاپي او انځوریزې رسنۍ خپل فعالیت لري. سیمهییزې راډیوګانې په لرې پرتو سیمو کې د خبرونو، عامه پوهاوي، ښوونیزو او ټولنیزو پروګرامونو د خپرولو له مهمو رسنیو څخه ګڼل کېږي.