ژبه

د امریکا سنا پر روسیې د بندیزونو د سختولو طرحه تصویب کړه

احمد صهیب حسرت

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹:۰۷

Views: ۲۹

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۵):د راپورونو له مخې، د امریکا سنا په غوڅ اکثریت پر روسیې د بندیزونو د سختولو طرحه تصویب کړې ده. د دې طرحې موخه د انرژۍ له صادراتو د مسکو د عوایدو کمول او د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې پر ولسمشر د فشار زیاتول بلل شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې دغه طرحه د جمعې په ورځ په ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو تصویب شوه.

د راپور له مخې، دا طرحه د جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام د شاوخوا یوه کال هڅو پایله ده چې موخه یې له اوکراین څخه د امریکا د ملاتړ پیاوړي کول او پر روسیې د لا ډېر فشار راوستل دي.

سرچینې لیکلي چې دا طرحه د امریکا ولسمشر ته واک ورکوي څو پر هغو هېوادونو تعرفې ولګوي چې لا هم د روسیې تېل، ګاز او نور صادرات اخلي.

چین او هند د روسیې د انرژۍ له سترو پېرودونکو څخه دي چې ښايي د دې اقدام تر اغېز لاندې راشي.

په راپور کې راغلي، په دې طرحه کې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین، لوړپوړو سیاسي او پوځي چارواکو، مالي بنسټونو او د دغه هېواد پر انرژۍ پروژو هم بندیزونه په پام کې نیول شوي دي.

دغه‌راز، هغه زړې او بدل‌نومې شوې تېل‌لېږدوونکې بېړۍ به هم د نویو بندیزونو هدف وګرځي چې روسیه یې د موجودو بندیزونو د مخنیوي لپاره کاروي.

خو طرحه د امریکا ولسمشر ته دا واک هم ورکوي چې که کانګرېس ته تایید کړي چې له ځینو بندیزونو معافیت د ملي ګټو لپاره اړین دی، هغه محدودیتونه لغوه کړي.

اسوشیټېډ پرېس لیکلي، سناتور ریچارډ بلومنټال، چې له ګراهام سره یې پر دې طرحه کار کړی، د تصویب له وروسته وویل، د دې اقدام پیغام اوکراین ته دا دی چې «یوازې نه دی» او پوتین ته خبرداری ورکوي چې اوکراین نه شي نیولی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي هم د بندیزونو د دې ټولګې هرکلی کړی او د امریکا له سناتورانو یې مننه کړې ده.

دا طرحه په داسې حال کې تصویب شوې چې د روسیې او اوکراین جګړه څلورم کال ته داخله شوې او پر مسکو د اقتصادي فشار د زیاتولو هڅې دوام لري.