ژبه

غزني کې د ۴۵ میلیون افغانیو په لګښت سړه خونه جوړه شوه

واحدالله جمعه‌زاده

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۱۷

Views: ۷

غزني‌ښار (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): غزني کې د شاوخوا ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د مېوو او سبزیجاتو ساتنې یوه سړه خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې سړې خونې مسوول حاجي همایون پژواک ته وویل چې یاده خونه یې د غزني ښار اړوند په ده‌خدای‌داد سیمه کې جوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه سړه خونه د دوه زره مټریک ټنه مېوو او سبزیو ساتلو ظرفیت لري او شاوخوا ۳۵۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

یو سوداګر حاجي طالب وايي چې د غزني د ډېرو کورنیو اقتصادي ژوند له کرنې او مالدارۍ سره تړلی، خو د کرنیزو محصولاتو ساتنې لپاره د مناسبو امکاناتو نشتوالی د بزګرانو یوه له مهمو ستونزو ده.

هغه وویل، د دې سړې خونې له لارې به د بڼوالو او بزګرانو حاصلات تر مناسب وخت پورې وساتل شي، څو هغوی وکولای شي خپل محصولات د بازار د اړتیا له مخې وپلوري.

د سیمې بزګران او باغ‌لرونکي هم د دې سړې خونې جوړېدل د خپلو حاصلاتو د ساتنې لپاره مهم بولي.

دوو بزګرانو مبارک‌شاه او محمدامین له حکومت او مرستندویو بنسټونو وغوښتل چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د غزني د کرنې ریاست ویاند قاري زکریا هوتک پژواک ته وویل، که څه هم دغه سړه خونه ډېره لویه نه ده، خو د سیمې د اړتیا له مخې به ګټوره تمامه شي.

هغه زیاته کړه چې غزني یو کرنیز ولایت دی او هر کال پکې د مېوو او سبزیو د پام وړ حاصلات ترلاسه کېږي، خو د سړو خونو کمښت لا هم یوه جدي ستونزه ده.

هوتک له سوداګرو وغوښتل چې د سړو خونو برخه کې پانګونه وکړي، څو کرنیز محصولات د حاصلاتو له موسم وروسته هم وساتل شي او بزګران یې د بازار په مناسب وخت کې وپلوري.

اقتصادي کارپوه فاروق بویا وايي، د کرنیزو محصولاتو لپاره د سړو خونو جوړول د حاصلاتو د ضایع کېدو مخه نیسي او بزګرانو ته زمینه برابروي چې خپل محصولات د مناسب بازار تر وخت پورې وساتي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د غزني په مرکز او ولسوالیو کې د خصوصي سکټور له لوري پنځه سړې خونې جوړې شوې دي.